د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې پر جنازې د بريد څېړنه کوو: امرالله صالح


امرالله صالح
امرالله صالح

جلال اباد - د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ننګرهار ته په خپل سفر کې وويل چې په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو شوي برید په جدي ډول څېړل کېږي او عاملین يې د قانون منګولو ته سپارل کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې په پېښه کې به د قربانیانو وارثینو ته د افغان ملي ځواکونو په شان امتیازات ورکړل شي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د مۍ په اولسمه نېټه ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو د ځانمرګي برید چې په لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه د قربانیانو له کورنیو سره د غمرازۍ تر څنګ د دې پېښې عاملین وسله وال طالبان یاد کړل.
هغه وویل ، “ په دې کې خو شک نشته چې زموږ او ستاسو دښمنان طالبان دي. او دوی چې څوک منظم کوي، هغه د کرښې هاغاړه دي او هوډ يې کړي چې خلک او په ځانګړې توګه د افغانستان دا موقعیت او خاوره د خپلې ولکې لاندې راولي.”

نوموړي وویل، په ښېوې ولسوالۍ کې پر جنازه شوی برید به په جدي ډول وڅیړي او عاملین به یې قانون ته وسپاري.
ده زیاته کړه چې ، “دوی څنګه وکولای شول چې له امنیتي کرښې تېر شي او ځان د جنازې ځای ته ورسوي او بیا چې کله ځانمرګی برید کېږي، ډېری خلک د مرمیو په ذریعه شهیدان شوي دي.له جزیاتو څخه باخبره یوو، زه تاسو ته اطمنان درکوم چې له هيڅ ډول حقیقت او جزیاتو څخه به موږ سترګې پټې نه کړو.”

امرالله صالح زیاته کړه چې د ښیوې په پېښه کې د وژل شویو کورنیو غړو ته به د افغان امنیتي ځواکونو په شان د حکومت له لوري امتیازات ورکړل شي.

ده وویل ، “په دې پېښه کې چې هر څوک شهيدان شوي هغه که معلمان وو، که کلیوال وو او که عام خلک وو، موږ دوی ته د دفاعي قواوو د شهيدانو په سترګه ګورو. او هغه امتیاز چې موږ يې خپل امنیتي شهیدانو ته ورکوو، دوی ته يې هم ورکوو.”

امرالله صالح زیاته کړه، طالبانو له امریکا سره د سولې تړون لاسلیک کړی خو افغان وژنې ته یې دوام ورکړی دی. د ده په خبره، اوس افغان پوځ د پخوا په پرتله پیاوړي شوی او د وسله والو ډلو خلاف ۹۵ سلنه عملیات په خپله افغان ځواکونه تر سره کوي.

XS
SM
MD
LG