د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ لوظنامه وشوه


پخوانی تصوير: ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله

نن د مې په ۱۷مه، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرايه رييس عبدالله عبدالله ترمنځ موافقه لاسليک شوه.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر ویلي، د دغې توافقنامې پربنسټ به ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا مشر وي او د ټيم غړي به یې په کابینه کې ګډون ولري.

د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر مياشتې په اته ويشتمه په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېشن ترمخه دا ټاکنې محمد اشرف غني وګټلې خو ډاکټر عبدالله د درغليوو تور پورې کړ او د پايلو له منلو یې انکار وکړ. نوموړي تر دې وروسته خپل ځان ولسمشر اعلان کړ.

د ولسمشر غني وياند صديق صديقي نن د مې په ۱۷مه، د افغانستان ملي ټيليويژن ته وويل چې دا موافقه د افغانستان روان سياسي حالت سمولو لپاره ګټوره ده.

صديقي زياته کړه چې دا موافقه د ملي حکومت د رامنځته کولو په مانا نه ده بلکې د سياسي ثبات او ټولو خواوو ګډون لپاره ضروري وه.

ملګرو ملتونو، امريکې او اروپايي ټولنې (يورپي يونين) پر ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرايه رييس ډاکټر عبدالله غږ کړی وو چې د طالبانو سره د سولې د خبرو پېلولو مخکې دې د واک په شريکولو سلا شي.

امريکا او طالبانو دا کال د فرورۍ په ۲۹مه په قطر کې د سولې تړون وکړ. په دې تړون کې راغلي وو چې افغان حکومت او طالبان به د يو بل بنديان خوشي کوي او په دې توګه به بېن الافغاني خبرو ته به لار پرانيزي.

XS
SM
MD
LG