د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست نوي امنیه قومندان جنرال داود تره خېل دنده پیل کړه


جنرال داود تره خېل
جنرال داود تره خېل

خوست- د افغانستان د خوست نوي امنیه قومندان جنرال داود تره خېل د مې پر ۱۷مه خپله دنده پیل کړه.

جنرال داوود تره خېل پر دې مهال په وینا کې پولیسو ته وویل چې دی د ټولو امرینو او قومندانانو د فعالیتونو ارزونه کوي، بریالي کسان به وستايي.

جنرال داود زیاته کړه چې که کوم امر او قومندان خپله دنده په ښه توګه نشي ترسره کولای، یو بل ځایبه يې تبدیل کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، پولیس باید اوسنیو شرایطو ته په پام په ځیرکتیا، هوښیاری او خاورې ته د وفاداری په روحیه خپلې دندې ترسره کړي.

ده زیاته کړه ، “زه د ټولو ارزیابي کوم بې کاره سړی مې نه دی په کار، هر سړی چې خوارېکښ وي، مسلکي وي زما سر او سترګې دی او ملاتړ يې کوم او هر څوک چې بیکاره وي، خوشې وخت تیروي د مزدورکار په شان اته بجې راځي او دوه بجې ځي، هغه مې نه دی په کار.”

خوست والي محمدحلیم فدايي بیا په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د نوي قومندان په موجودګي کې به په ښه ډول قانون پلی او امنیتډاډمن شي.

ده هم له پولیسو وغوښتل چې پوځياصولو ته په پامله نوي قوماندان سره په ټولو برخو کې همکاري وکړي.

جنرال داوود تره خېل د پخواني قومندان جنرال سیداحمد بابازي پر ځای ټاکل شوی دی.

جنرال سید احمد بابازی د مې په ۸مه د وسله والو لخوا د نادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې وژل شوی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په خوست کې که څه هم امنیت د هیواد د نورو برخو پرتله څه نا څه ښه ګڼل کېږي خو بیا هم خلک وايي‌ چې هدفي وژنې، ماین چاودنې، د نشه يي توکو کاروبار او استعمال، د ځمکو غصب، قانون ماتوونې او ورته نورې ستونزې شته.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG