د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پردېس او جوهر سره مرکې او د سوله مل لنډه کیسه


د مشال راډیويي مجلې پاڼه کې درته هرکلی وایو. دا اوونۍ په خپرونه کې له یار محمد پردېس او جهانزیب جوهر سره د هغوی پر شاعرۍ مرکې، او د لیکوال وکیل سوله مل شینواري یوه لنډه کیسه د هغه په خپل غږ کې اورېدلی شئ.

یار محمد پردېس د ننګرهار یو زلمی شاعر، خبریال او د خوږ غږ درلودونکی دی. نوموړی د دې ترڅنګ چې خپله خوږه شاعري کوي، د نورو شاعرانو شعرونو ته ښکلي کمپوزونه جوړوي او په ترنم کې یې وړاندې کوي.

عبدالوکیل سوله مل شینواری د افغانستان د معاصر داستاني ادب یوه مخکښه څهره ده. د هغه لنډې کیسې چاپ شوي او د ګاونډیو ژبو ترڅنګ ځیني خو یې انګریزۍ ته هم ژباړل شوې دي.

نوموړی په لندن کې ژوند کوي او د خپل ستړي ژوندانه څو شېبې چې یې سپمولي نو هغه یې د کیسه لیکنې له سره جار کړي دي.

موږ له هغه نه هیله کړې وه چې خپله یوه لنډه کیسه په خپل غږ کې موږ ته ولولي. هغوی زموږ ناز اخېستی او د مشال راډیويي مجلې ته یې خپله یوه نوې لنډه کیسه رالېږلې ده.

د خپرونې په وروستۍ برخه کې خوست ته ورځو، هلته له طنزیه شاعر جهانزیب جوهر سره بنډار کوو. نوموړی په وزیرستان کې زوکړی او لوی شوی دی خو اوس خپل پلرني ټاټوبي خوست کې ژوند کوي.

هغه ترسکونه شاعري کوي او د مشاعرو مالګه بلل کېږي. موږ ورسره د مجلې لپاره خبرې کړې دي.

د مجلې تازه ګڼه دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:52:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


مطالب

له یار محمد پردېس سره مرکه

ودان اتمانخېل سره خبرې

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG