د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: قيديان نېغ په نېغه د کورونا له خطر سره مخ دي


پولیس مظاهره کوونکي زندان ته بيايي

ملګرو ملتونو پر حکومتونو غږ کړی چې په زندانونو کې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي لپاره دې سمدستي ګامونه واخلي. .

دې ادارو د مې په ۱۳مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ډېر عمر او په سختو ناروغيوو اخته بنديانو د خوشي کولو لپاره دې ميکنيزم جوړ شي. د ملګرو ملتونو څلورو ادارو (د صحت يا WHO د جرايمو او نشه يي موادو سره د مبارزې يا UNODC، د بشري حقونو د کمیشنر دفتر او د ايچ آيي وي اېډز د مخنيوي ادارې يا UNAIDS په دغه شريک بيان کې ويلي چې هر ملک دې د بنديانو د صحت او پاکوالي خيال وساتي.

په پاکستان کې د بنديانو حقونو لپاره کارکوونکې غېرسرکاري اداره جسټس پروجیکټ پاکستان وايي په دې ملک کې په زندانونو کې له حده زیات خلک ساتل شوي چې له وجې يې په کورونا وایرس د اخته بنديانو شمېر له اوسني ۱۰۱ څخه په تېزۍ سره ډېريدلی شي. د دوی په خبره يو قېدي له کورونا وایرسه مړ شوی هم دی.

په پاکستان کې ۹۹ زندانونه دي چې له اتیازرو څخه ډېر بنديان پکې دي.
د انصاف او قانون کمېشن

د دې ادارې وياند علي حېدرحبیب د مې په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې د ملګرو ملتونو په لارښوونو کې راغلي چې بې مقدمې جېلونو کې پراته بنديانو، تر مقدمې لاندې زندانيانو، ښځو او ماشومانو د خوشې کولو لپاره بايد يوه طريقه کار راوويستل شي. حبیب زیاته کړه. ((په پاکستان کې چې په زندانونو کې څومره ځای دی، تر هغې پکې ۱۰۷ فېصده ډېره ګڼه ګوڼه ده. په دوی کې ډېر شمېر داسې خلک دي چې د بې تشدده جرمونو لپاره بنديان دي. د دوی په اړه چاڼ کېدلی شي. اوس له سلو زیات زندانیان په کورونا وایرس اخته شوي دی. په دوی کې يو په بلوچستان او نور ټول په پنجاب کې دی. په زندانونو کې ډېره ګڼه او د روغتيايي خدماتو نه شتون د دې سبب کېږي چې دا قيديان په کورونا وایرس د اخته کېدو د ډېر خطر سره مخ دي. له دې کبله له دې وايرس د مړو شمېر زیاتېدلی شي نو ځکه بايد ځيني قيديان په ضمانت خوشې شي.))

په پاکستان کې د جېلونو او قيديانو تازه شمېرې نه دې په ډاکه شوي خو د انصاف او قانون کمېشن د ۲۰۱۹ کال د شمېرو تر مخه، په ټول ملک کې ۹۹ بندېخانې دي جې له ۸۰۰۰۰ څخه زیات خلک پکې بنديان دي.

برېغال: د جېل په يوه کوټه کې د ۲ پر ځای ۱۰ کسان ساتل کېږي
برېغال: د جېل په يوه کوټه کې د ۲ پر ځای ۱۰ کسان ساتل کېږي

د علي حېدر حبیب په وېنا د مې تر ۱۴مې پورې د ملک په مختلفو زندانونو کې ۱۱۰۸ ښځې، ۱۰۷۲ ماشومان، ۱۵۰۰ له شپېته کلنۍ ډېر عمر لرونکي، ۶۰۰ دماغي ناروغه، او ۲۱۰۰ معذوره بنديان دي چې د ملګرو ملتونو د تعريف په اساس په کورونا وایرس د زر اخته کېدو سره مخ دي.

د پاکستان حکومت د مارچ د مياشتې په نيمايي کې اعلان وکړ چې ځينې قیديان به پريږدي خو د مارچ په دېرشمه سپريم کورټ دا فېصله رد کړه او حکومت ته یې وويل چې يوازې د ډېر عمر او په سختو ناروغيوو اخته بنديان خوشې کړي. د جسټس پراجيکټ پاکستان وياند، علي حېدر حبیب چې دفتر يې، د حکومت سره په دې اړه کار کوي، وايي چې دا بهیر بايد ګړندی او نور شفافه شي.

هغه کسان دې په ضمانت پرېښودل شي چې د کورونا وایرس د جدي خطر سره مخ دي. په دوی کې د سختو ناروغۍ لرونکو او د ډېر عمر والا بنديان شامل دي
علي حېدر حبیب

هغه زیاته کړه: ((ترټول مهم قدم چې په زندانونو کې د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره اخيستل کېدای شي، هغه دا دی چې د بنديانو شمېر کم شي. اول بايد هغه قیدیان معلوم شي چې له نورو څخه ډېر په کورونا وایرس د اخته کېدو د خطر سره مخ دي.))

هفه همداراز وويل: ((بله خبره دا ده چې حکومت بايد فېصله وکړي چې کوم خلک په قېدکې وساتي. دا کال يوازې په پنجاب کې د مارچ له لومړۍ نېټې څخه تر يووشتمې نېټې پورې ۹۸۱۲ داسې قيديان زندانونو ته لېږل شوي چې مقدمې يې نه دې بشپړې شوې يعنې سزاوې ورته نه دې اورول شوي. دا له دې وجې هم ډېر بد حالت دی چې قېدخانې د دومره ډېرو خلکو د ساتلو ځای نه لري. په بېړنۍ توګه د دې حالت سمولو او د بنديانو کمولو ته ضرورت دی.))

ملګرو ملتونو په خپله خبرپاڼه کې د نړۍ له هېوادونو دا هم غوښتي چې د کورونو وایرس د مخنيوي لپاره دې په زندانونو کې د روغتون او ډاکټر سهولت برابر کړي او د شکرې، ايچ، آيي، وي اېډز، کېنسر، توبرکلوز او ساتنګۍ لرونکو قيديانو دې خاص خيال وساتي.

په پاکستان کې د بشري حقونو فعال، حيات پرېغال چې د پنجاب او خېبر پښتونخوا په زندانونو کې يې وخت تېر کړی دی، وايي په دې جېلونو کې هيڅ روغتيايي سهولت نشته. هغه د مې په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل: ((اډياله جېل تر ټولو پرمختللی ګڼل کېږي. په دې کې اته بارکونه او ۳۲ چکېانې دي. بارکونه لوی وي. د شلو کسانو ځای پکې وي خو دلته له ۷۰ تر ۱۰۰ پورې خلک ساتل کېدل. چکۍ ډېرې وړې وي. هره چکۍ د دوه بنديانو لپاره وي خو دوی پکې اته کسان ساتي. ليټرين يا د متیازو ځای هم په همدې کوټه کې وي. خوراک څښاک به هم همدلته کوي.))

هغه زیاتوي: ((په دې جېل کې يو هسپتال شته دی خو هلته د مريضانو سم خيال نه ساتل کېږي. دوه ډاکټران دي او دوه یې کمپوډران. يو د ورځې راځي او بل د شپې. د ورځې والا به کله کله راغی خو د شپې والا بيخي نه راتللو. روغ او ناروغه مريضان بېل نه بلکې يو ځای ساتل کېږي. د صفايي هيڅ انتظام نشته. يو خوا خلک متيازې کوي، بلخوا خوراک.))

د پاکستان د ټولو صوبو د جېلخانه جاتو پر ويبپاڼو ليکلي شوي چې دوی قيديانو ته پاک چاپيريال او ښه روغتيايي سهولتونه برابر کړي دي

مشال راډيو په دې اړه د پاکستان کورنيوو چارو وزارت سره رابطه وکړه. هلته ورته ټيليفون اپريټر وويل چې د کورونا وایرس له کبله دفترونه بند او چارواکي نشته. خو د پنجاب، خېبر پښتونخوا، سيند او بلوچستان صوبو د جېلخانه جاتو ادارو پر خپلو خپلو ويب سايټونو د سهولتونو د لیستونو په خپرولو سره ويلي چې په زندانونو کې د ښه خوراک، پاک ځای او روغتيايي خدمتونو په ورکولو هر قېدي ته سم چاپيريال برابر شوی دی.

په زندانونو کې د ګڼې ګوڼې په اړه تر هغې وروسته اندېښنې پېدا شوې چې، د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر کې د چين له اوهان ښاره پېدا شوی کورونا وایرس په تېزۍ سره په ټوله نړۍ کې خپور شو. په دې اړه شمېرې خپرونکي، جان هاپيکینز پوهنتون ويب سایټ ليکلي چې د مې تر څوارلسمې پورې په دې وايرس په ټوله دنيا کې څلور اعشاريه دوه ميليونه خلک اخته شوي او له درې لکو څخه زیات یې وژلي دي. د ملګرو ملتونو روغتيا ادارې WHO د مې په ۱۳مه وويل چې دا وايرس په ګڼه ګوڼه کې زیات خپرېږي نو ځکه دې په جېلونو کې د بنديانو شمېر کم او د هغوی ترمنځ فاصله وساتل شي.

د نړۍ ځينو هېوادونو پر دې غوښتنه عمل کړی دی. د پاکستان بشري سرچينو او بهرمېشته پاکستانيانو د چارو وزارت د مې په څوارلسمه پر خپل ويب سايټ ليکلي چې له بېلابېلو ملکونو تر دې دمه ۴۶۳۷ پاکستاني قيديان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د دې وزارت تر مخه، په دوی کې د يو نيم زرو په خوا او شا کې هغه زندانیان دي چې د مارچ له مياشتې راهيسې د کورونا وایرس له وېرې عرب هېوادونو خوشې کړي دي.

XS
SM
MD
LG