د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کورونا وبا کوربند کورنی تشدد زیات کړی دی'


بشري حقونو فعالانپه خیبر پښتونخوا کې د بشري حقونو ځینې مبارزه کوونکي اندېښمن دي چې د کورونا وایرس د مخنیوی لپاره د ټولبند پر مهال کورنۍ تشدد زیات شوی دی.

د ښځو حقونو لپاره کارکونکې ادارې د حوا لور مشرې شوانه شاه د مۍ پر ۱۲مه مشال رېډیو ته وویل، د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د ټولبند پر مهال په کورني تشدد کې اضافه شوې ده ځکه چې ځینې خلک د اقتصادي مشکلاتو او ‌ذهني فشار په څیر له ستونزو سره مخامخ دي.

((د کورني تشدد مسله مخکې هم وه خو چې له کله نه لاک ډوان شورو شوی دی او خلک په کورونو کې دي، پر ښځو بوج زیات شوی دی، اقتصادي ستونزي دي او ګورم، او خپګان هم زیات شوی دی نو د هغې په وجه کورنی تشدد زیات شوی دی. موږ چې له ښځو او جینکو سره خبرې کوو نو وايي چې هغوی ګورمجنې دي نو چې موږ یې وجوهات وګورو نه داسې معلومېږي چې په لاک ډوان کې کورنی تشدد زیات شوی دی.))

د بشري حقونو لپاره کارکونکې ادارې سسټېنېبل سوشل ډیولپمنټ (پایداره ټولنیزه پرمختیا) په خپله ویبپاڼه د روان کال لومړیو درو میاشتو په اړه لیکلي چې په دې موده کې په پاکستان کې د کورني تشدد پېښې د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت څه د پاسه ۲۰۰ فيصده زیاتې شوي دي. په دې کې تر ټولو زیاتې په مارچ کې رپورټ شوي چې شمیره یې ۲۰ ده.

په پېښور کې د ښځو او نرښځیانو حقونو لپاره کارکونکې ادارې بلیو وینز مشر قمر نسیم د مۍ پر ۱۲مه مشال رېډیو ته وویل ، په دې ورستیو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې کورنی تشدد زیات شوی دی او په صوبه کې د کورني تشدد خلاف د قانون د نشتوالي او د ټولبند له وجې دا پېښې نورې هم زیاتېدای شي.

((یو این ایف اې په خپل یو راپور کې ویلي چې په نړی کې د کورني تشدد۳۱ میلیونه پېښې شوي دي. په خیبر پښتونخوا کې کورنی تشدد تر کورونا وبا وړاندې هم وو خو له بده مرغه په داسې حالاتو کې بیا د تشدد دا ډول پېښې زیاتې شي.))

خو په خیبرپښتونخوا کې د بشري حقونو ډایریکټوریټ مرستیال مشر ملک مقصود دا خبرې ردوي چې ګواکې د کورونا وایرس مخنیوی لپاره د ټولبند پر مهال د کورني تشدد پېښې زیاتې شوي دي.

((له موږ سره داسې کومې پېښې لا نه دي رپورټ شوی، د هر چا خپل نظر دی خو زما په خیال د کورني تشدد پېښې به نه وي زیاتې شوې. په خیبر پښتونخوا کې د کورني تشدد خلاف پر قانون سازی کار روان دی.))

په خیبرپښتونخوا کې د کورني تشدد خلاف بیل په ۲۰۱۹ز کال په فبروری کې اسمبلۍ ته وړاندی شوې وو خو تر اوسه نه دی منظور شوی.

XS
SM
MD
LG