د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: پاکستان، افغانستان او نړۍ کې وروستۍ شمېرې


په سپېن کې د یوه تن د پوزې ګړنګ د کورونا ازموینې لپاره اخېستل کېږي

په پاکستان کې د مې تر ۱۲مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۳۲،۰۸۱ ته رسېدلی دی.

بلخوا په دې هېواد کې د دې وايرس له امله د مې تر ۱۲مې سهار مهال ۵۶۴ کسان مړه شوي او تر اته نیم زره زيات بیرته رغېدلي هم دي.

د پاکستان روغتيا څانګې چارواکو په وينا، په پنجاب صوبه کې په ۱۱،۸۹۹په سيند کې ۱۲،۰۱۷، په خيبر پښتونخوا کې ۴۸،۷۵، په بلوچستان کې ۲۰،۶۱، په اسلام اباد کې ۷۱۶، په ګلګت بلتستان کې ۴۵۷ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۸۶ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

هلته د امریکايي جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د مې تر ۱۱مې نېټې په افغانستان کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر ۴۶۸۷ ته رسېدلی دی.

پوهنتون زیاتوي چې په هغه هېواد کې تر اوسه ناروغۍ ۱۲۲ کسان وژلي دي.

بلخوا په امریکا کې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له امله د مړېنې د هرې ورځې کچه په کمېدو ده خو د مې پر ۱۱مه د ۸۳۰ کسانو په مړینې سره په دغه هیواد کې د مړو شویو کسانو شمېر تر ۸۰ زرو زیات شوی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون له شمېر سره سم په دغه هیواد کې له کوویډ ۱۹ څخه ۸۰،۶۸۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

دا په ټوله نړۍ کې له ناروغۍ د مړینې تر ټولو لوړ شمېر دې.

دا شمېرې له هغه وروسته خپرې شوې چې فرانس او بلجیم د مې پر ۱۱مه له ټولبنده ووتل.

په عین حال کې د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او اندېښنه ښودلې چې ځینې هیوادونه په تیزۍ سره ټولبند ختموي او اقتصادونه بیرته خلاصوي خو د تیاري ګامونو یې نه دي اخېستي.

بلخوا د اروپا په ځینو هیوادونو کې د حالاتو په ښه کېدو سره خوشبیني ښودل شوی ده.

په سپین کې د هرې ورځې د مړینې شرح ۱۲۳ ته ټېټه شوی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۴.۱ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر دوه لکه شپږ اتیا زره زیات ور څخه مړه شوي او تر ۱۲ لکه زيات بېرته رغېدلي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG