د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له پاکستانه "د افغان سولې پروسه" کې د همکارۍ غوښتنه وکړه


د ارشیف انځور

امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلولو لپاره د پاکستان د مرستې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له قطر او هند نه پس د مې پر اتمه پاکستان ته ولاړ، هلته یې د نورو چارواکو ترڅنګ د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره هم وکتل.

نوموړي له باجوا سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ له افغان طالبانو سره په سمدستي توګه د بين الافغاني مذاکراتو پيلولو کې د مرستو غوښتنه هم وکړه.

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت د مې پر نهمه، په خپور کړي یو بيان کې لیکلي دي چې امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمولو کې له پاکستانه د مرستې غوښتنه کړې ده. هم دارنګ یې له پاکستانه، د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د سمدستي پیلولو او د یو امریکايي وګړي مارک فرېچېس په خوشې کولو کې د مرستو غوښتنه هم کړې ده.

د پاکستان پوځي مشرانو یو وارې بیا خپل زوړ دریځ ښکاره کړی چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو په پروسه کې به د امریکايي هڅو ملاتړ کوي.

د پاکستان د پوځ لخوا د مې پر نهمه خپره شوې بیانیه وايي چې جنرال باجوا د افغانستان د سولې پروسې لپاره د خپلې ژمنتیا ښکارندويي کړې ده.

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه قطر کې د امریکا د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاس لیک شوی و او داسې اټکل کېده چې ورپسې سم دستي به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ هم بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي خو تر دې دمه دې مسلې ته لاره هواره شوې نه ده.

شنونکي ګڼي چې د خلیلزاد سیمې ته وروستي سفرونه به ښايي په دې موخه وي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ چې کوم واټن او جمود راغلی، هغه ختم کړل شي او په دې لړ کې پر طالبانو د پاکستان له اغېزه کار واخېستل شي.

زلمی خلیلزاد تر پاکستان وړاندې دوحې او هند ته سفرونه کړي او له پاکستانه به افغانستان ته ځي او هلته به له افغان چارواکو سره په اړونده موضوع خبرې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG