د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په یوه ورځ د کورونا دوه زره نوې پېښې ثبت شوي


یو صحي کارمند په جومات کې د وایرس ضد دوا پاشي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۲۹۴۶۵ ته لوړ شوی دی. په دې کې دوه زره نوي کیسونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مخې ته راغلې دي.

د حکومتي وېبپاڼې له وینا سره سم، د مې تر ۱۰مې، په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ په نوم ناروغۍ ۶۳۹ کسان وژلي چې پکې تر ټولو زیات د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي دي.

په خيبر پښتونخوا کې د یادې ناروغۍ له وجې د مړو شمېر ۲۳۴، په پنجاب کې ۱۹۲، په سېند کې ۱۸۰ او بلوچستان کې ۲۴ ته رسېدلی دی.

د ويبپاڼې ترمخه، په پاکستان کې له ۸۰۰۰ زيات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان حکومت د مې له نهمې په ټولبند کې د نرمۍ فيصله هم عملي کړه.

د خیبر پښتونخوا ډاکټرانو د مې پر نهمه مشال راډیو ته ویلي ول چې د ټولبند نرمول د کورونا وایرس مثبتې پېښې زیاتولی شي.

د خیبر پښتونخوا یو مشر ډاکټر وسیم مروت وایي، حکومت د ټولبند له ختمولو وروسته باید دې خبرې ته پوره پام وکړي چې له دغې سره په صوبه کې د کورونا وایرس کېسونه زیاتېدای شي، او له وړاندې د صوبې روغتونه د سهولتونو له نشتوالي سره مخ دي.

وزیر اعظم عمران خان د مې پر اوومه د قومي رابطه کمېټۍ تر غونډې وروسته اعلان کړی و چې په ملک کې به ټولبند یا لاک ډاون په پړاوونو کې ختم کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG