د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد او باجوه د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کړي


دواړو مشرانو د مې پر اتمه په راولپنډۍ کې سره کتلي
دواړو مشرانو د مې پر اتمه په راولپنډۍ کې سره کتلي

پاکستاني چارواکي وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي دي.

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو څانګې [ايي اېس پي ار] د مې پر نهمه نېټه لیکلي چې دواړو مشرانو، د مې په اتمه، به راولپنډۍ کې، د دوه اړخیزو معاملاتو ترڅنګ، د سیمییزز امنیت او د افغانستان د سولې په اړه هم خبرې کړې دي.

د پوځ لخوا خپره شوې بیانیه دا هم وايي چې جنرال باجوه د افغانستان د سولې پروسې لپاره د خپلې ژمنتیا ښکارندويي کړې ده.

د روان کال د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه قطر کې د امریکا د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاس لیک شوی و او داسې اټکل کېده چې ورپسې سم دستي به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ هم بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي خو تر دې دمه دې مسلې ته لاره هواره شوې نه ده.

شنونکي ګڼي چې د خلیلزاد سیمې ته وروستي سفرونه به ښايي په دې موخه وي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ چې کوم واټن او جمود راغلی، هغه ختم کړل شي او په دې لړ کې پر طالبانو د پاکستان له اغېزه کار واخېستل شي.

زلمی خلیلزاد تر پاکستان وړاندې دوحې او هند ته سفرونه کړي او له پاکستانه به افغانستان ته ځي او هلته به له افغان چارواکو سره په اړونده موضوع خبرې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG