د لاسرسي ځای

تازه خبر

په موجوده حالاتو کې رضاکارانه هلې ځلې ډېر ارزښت لري: ځوانان


دا اوونۍ مو په ځوانانو غږ خپرونه کې په رضاکارو خدمتونو د زلمي کهول سره خبرې کړې دي.

موږ په دې خپرونه کې له اروپا او پېښور مېشتو ځوانانو سره خبرې کړي او هڅه مو وه چې ترې معلومه کړو، د کورونا وبا په ورځو کې هلته او دلته رضاکار خوزښتونه څنګه روان دي؟

په دې سربېره په خپرونه کې په نورو موضوعاتو هم د ځوانانو سره خبرې شوې دي.

د خپرونې مېلمانه د جرمني د پساو پوهنتون زده کونکی اوېس احمد خان، له خېبر ضلعې د قبايلي ځوانانو جرګې مشر ارشد اپريدی، له ميرامشا مدني فعال عامرخان داوړ او د تخت بايې ځوانانو پارلېمان مخکښ ارشد مومند دي.

دا خپرونه دلته لاندې په فلش پلیر کې اورېدلی شئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:53:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG