د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وبا ټولبند نرموو: وزیر اعظم عمران خان


کراچۍ ښار

د پاکستان وزیراعظم اعلان کړی دی چې په ملک کې به د مې له نهمې (شنبې ورځ) څخه ټولبند په پړاونو کې پای ته ورسېږي.

عمران خان د مې پر اوومه په اسلام اباد کې د قومي رابطه کمېټۍ تر غونډې وروسته رسنیو ته وویل: "هره ورځ د ملکي کماندې او عملیاتو مرکز (نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر) غونډه د وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ کې کېږي او دوی صرف له ټولو صوبو سره په تماس کې وي بلکې ډاکټرانو سره د سلا مشورې وروسته فیصلې کوي."

عمران خان دا هم وویل چې مرکز او صوبې لا د پبلک ټرانسپورټ پر خلاصولو نه دي سلا شوي.

د وزير اعظم وينا وه "په ټولبند کې د نرمۍ کولو فيصله يې له صوبو سره تر مشاورت وروسته وکړه خو د دې دويمې مرحلې کاميابي په خلکو پورې تړلې ده ځکه که دوی په احتياطي تدابيرو عمل ونکړو او د کورونا وايرس د متاثره کسانو شمېره زياته شوه نو موږ به بيا هر څه بندوو."

عمران خان زیاته کړه: "موږ چې ټولبند د خلاصولو کومه دا فيصله کړې ده نو په دې به عمل د خالي ورځې پیلوو دا فيصله موږ ځکه وکړه چې په ملک کې دياړي مار مزدوران، د رکشو او ټېکسي ډريوران، دوکانداران، واړه او د منځنۍ کچې کارخانه دار او داسې نور يوشمير کسان له ستونزو سره مخامخ دي په کوم شي چې د وفاق او صوبو ترمنځه په مکمله توګه اتفاق نه دې شوې نو هغه ولسي ټرانسپورت دې زما دا خيال وو چې دا خلاصول پکاردي ځکه چې غريب خلک په دې کې سفر کوي خو صوبې انديښنې لري چې فلحال ولسي ټرانسپورت خلاصولو سره کورونا وايرس نور په تيزۍ سره خورېدای شي نو د صوبو له مشورې بغیر موږ څه فېصله نه کول غواړو."

د وزير اعظم د وينا وروسته د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر رسنيو ته وويل په ۶ نکاتو يې له صوبو سره د مشاورت وروسته فيصله کړې چې عملدرامد به پرې د خالي ورځې کوي.

د نوموړی وینا وه: "د اپرېل پر ۱۴مه چې وزير اعظم د تعميراتي صنعت د لومړی پړاو خلاصولو اعلان وکړو نو هغه وخت موږ دا ويلي وو چې په دويم پړاو کې به دا په مکمله توګه خلاصوو او نن ټولو صوبو په متفقه توګه د دې اجازه ورکړه. دويم دا ده چې واړه مارکيټونو سره سره په لارو کوڅو او کليوالو سيمو کې د دوکانونو خلاصولو اجازه به وي. دريم دا چې دا ټول دوکانونه به د سهار وختي تر مازيګر پنځو بجو پورې خلاص وي. څلورم دا چې د خوراک څښاک او دواخانو علاوه هر قسمه دوکانونه به په اونۍ کې دوه ورځې بند وي. پنځم دا چې په مخصوصو روغتونونو کې د او پي ډي د خلاصولو فيصله کړې شوې ده او شپږمه فيصله دا وکړې شوه چې تعليمي ادارې چې د ۳۱ مې پورې بندې وي هغه به د جولای ۱۵مې نېټې بندې وي."

بلخوا د صنعت او پيداوار وفاقي وزير حماد اظهر په غونډه کې وویل:" په متفقه توګه يې د نهم مې په ټول ملک کې د ټايلونو، سټيل، اېلومينيم، بجلۍ سامان، رنګ او هارډويير صنعتونه او له هغې سره تړلې دوکانونو خلاصولو فيصله يې کړې ده."

نوموړی وویل: "په ملک کې د کورونا وايرس له کبله مرحله وار د کاروبارونو د خلاصولو فيصله يې کړې ده او ضرورت راپېښېدو سره نورې شعبې به هم خلاصوي."

که يو خو د حکومت د دې پريکړې کاروباريانو هرکلی کړی نو بلخوا ډاکټران بيا وايي:

"حکومت له لاک ډاون کې نرمي کولو پر ځای دا نور سختول پکار دي ځکه که يو وارې خلکو په ګڼ شمېر کې بازارونو ته راوتلل پیل کړل نو ورسره دا وايرس نور هم په تيزۍ سره خورېدای شي او په روغتونونو کې دومره بندوبست نه لري چې ناروغان ځای کړي نو حکومت له په خپلې فيصلې نظر ثاني کول پکار دي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له سرکاري شمېرو سره سم په ملک کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر ۵۹۴ ته رسېدلی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG