د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وړجنو شمېر ۲۴،۰۷۳ ته ورسېد


بلوچستان: کوټه کې خلک د سینې اېکسرې او نورو وړیا ټیسټونو کولو ته په انتظار دي. ۲۰۲۰، ۲۴ اپرېل
بلوچستان: کوټه کې خلک د سینې اېکسرې او نورو وړیا ټیسټونو کولو ته په انتظار دي. ۲۰۲۰، ۲۴ اپرېل

په پاکستان کې د مې تر شپږمې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۴،۰۷۳ ته رسېدلی دی.

بلخوا په دې هېواد کې د دې وايرس له امله ۵۶۴ کسان مړه شوي او تر ۶۴۶۴ زيات بیرته رغېدلي هم دي.

د پاکستان روغتيا څانګې چارواکو په وينا، په پنجاب صوبه کې په ۹۰۷۷ په سيند کې ۸۶۴۰، په خيبر پښتونخوا کې ۳۷۱۲، په بلوچستان کې ۱۴۹۵، په اسلام اباد کې ۵۲۱، په ګلګت بلتستان کې ۳۸۸ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۷۶ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

هلته د امریکايي جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د مې تر شپږمې نېټې په افغانستان کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر ۳ ۳۹۲ ته رسېدلی دی.

پوهنتون زیاتوي چې په هغه هېواد کې تر اوسه ناروغۍ ۱۰۴ کسان وژلي دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۳۷ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر دوه لکه ۶۳ زره زيات ورڅخه مړه شوي او تر ۱۲ لکه زيات بېرته رغېدلي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG