د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وړجنو شمېر ۲۳،۲۷۴ ته ورسېد


روغتيايي کارکوونکي له کورونا وايرسه مړ شوی تن لېږدوي
روغتيايي کارکوونکي له کورونا وايرسه مړ شوی تن لېږدوي

په پاکستان کې د مې تر شپږمې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۲،۸۲۳ ته رسېدلی دی.

بلخوا په دې هېواد کې د دې وايرس له امله ۵۳۵ کسان مړه شوي او تر ۶۲۰۰ زيات بیرته رغېدلي هم دي.

د پاکستان روغتيا څانګې چارواکو په وينا، په پنجاب صوبه کې په ۸۶۹۳، په سيند کې ۸۶۴۰، په خيبر پښتونخوا کې ۳۴۹۹، په بلوچستان کې ۱۴۹۵، په اسلام اباد کې ۴۸۵، په ګلګت بلتستان کې ۳۸۶ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۷۶ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

هلته د امریکايي جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د مې تر پنځمې نېټې په افغانستان کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر ۳،۲۲۴ ته رسېدلی دی.

پوهنتون زیاتوي چې په هغه هېواد کې تر اوسه ناروغۍ ۹۵ کسان وژلي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د مې پر پنځمه رسنیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د عامې روغتیا وزارت په لېبارټریانو کې د کورونا ۳۳۰ مثبتې تثبیت شوي.

د وزارت ویاند ډاکټر وحید الله مایار وایي، د یادو ثبت شویو له ډلې ۴۲۱ ترې رغېدلي دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۳۷ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر دوه لکه ۵۸ زره زيات ورڅخه مړه شوي او تر ۱۲ لکه زيات بېرته رغېدلي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG