د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې لاک ډاون نشته یوازې کاروبار بند دی: انجمن تاجران


په کوټه کې د هړتال پخوانی عکس
په کوټه کې د هړتال پخوانی عکس

پراګ - د بلوچستان سوداګر وايي‌ ، په صوبه کې د لاک ډاون په نامه یوازې کاروبار بند دی خو نور د ولس تګ راتګ د عام ژوند په څېر روان دی.

دا خبره د انجمن تاجران بلوچستان جنرل سیکرټري الله داد ترین د مې پر پنځمه له مشال راډیو سره په خبرو کې وکړه.

ده وویل په بلوچستان کې چې څنګه ټولبند یا لاک ډاون روان دی هغه که یو کال وشي هم د کورونا وایرس په مخنیوي کې هیڅ مرسته نشي کولای.

ده وویل ، "دلته لاک ډاون نشته ، دلته شټر ډاون دی. د پخوا په څېر بازارونه له خلکو ډک دي ، د موټرو تګ راتګ هم هغسې روان دی. موږ حکومت ته ویلي وو چې که تاسو په لاک ډاون د کورونا ومخنیوی کوی نو شل شپې مکمل هر څه وتړی خو دوي‌ داسې ونه کړل او دا خبره ما ورته د مارچ پر ۱۸مه کړې وه او له ما سره یې ریکارډ پروت دی."

الله داد ترین وویل چې په نړۍ کې چې لاک ډاون شوی دی هلته هر څوک پر کور ناست وي او هم بازار تړلی وي خو په بلوچستان کې د ده په وینا یوازې کاروبار تړلی دی.

د بلوچستان حکومت له ویاند لیاقت شاهواني څخه مې وپوښتل چې که د سوداګرو خبره سمه وي‌نو بیا حکومت ولې یوازې بازارونه تړلي؟

هغه په ځواب کې وویل دا خبره بې ځایه ده چې ګواکې حکومت یوازې کاروبار تړلی دی.

ده وویل ، "که موږ چېري دا شټر ډاون ختم کړو نو ورسره به لاک ډاون په مکمله توګه ختم شي هغه ځکه چې ولس کارکېټونو ، پارکونو او داسې نورو ځایونو ته راځي کوم چې حکومت اوس تړلي دي."

لیاقت شاهواني وویل چې حکومت د نورو ځایونو په څېر سرکاري محکمې او دفترونه هم تړلي دي.

د نوموړي په وینا ، دا خبره هم سمه نه ده چې ټول کاروبارونه تړلي دي بلکې د خوراک څښاک ټول دوکانونه او له ځینو شرطونه سره رسټورانټونه هم خلاص دي.

د بلوچستان حکومت د مې پر څلورمه اعلان وکړ چې د کوټي په ګډون یې په ټوله صوبه کې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره ټولبند یا لاک ډاون د مې مياشتې تر ۱۹ مې نېټې غځولی دی.

د کورنيو چارو صوبايي وزارت په اعلامیه کي ویل شوي چې د ټولبند پرمهال به په صوبه کې ټولې تعليمي ادارې، کاروباري مرکزونه او مارکیټونه بند وي. رمهال به ټولې تعليمي ادارې، کاروباري مرکزونه او مارکیټونه بند وي

دا په داسې حال کې ده چې د لیاقت شاهواني‌ په وینا ، په بلوچستان کې د کورونا وایرس خپرېدو زور اخیستی او که ولس د حکومت پر لارښوونو عمل ونکړ نو دا وبا ښايي ډېر انسانان ووژني.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG