د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې نادرا خپل دفترونه پرانستل


په پاکستان کې د شناختي کارډونو جوړولو قامي ادارې (نادرا) دفترې خلاصيدې وروسته ګڼ شمېر هغه کسان ورروان دي چې د حکومت احساس پروګرام لاندې ۱۲ زره روپۍ يې نه دي ترلاسه کړي.

د مې څلورمې نېټې نه د ملک په بېلا بېلو برخو کې د نادرا دفترې خلاصيدو وروسته په هر سېنټر د خلکو ګڼه ګوڼه ډيره وي او زياتره هغه کسان په لیکو کې ولاړ دي چې د حکومت تر احساس پروګرام لاندې ورته دوولس زره روپۍ د ګوتو نښو نه کره والي له کبله نه دي ورکړې شوي او يا هغه کسان چې پېسې يې د پلار په نوم راغلي او هغوي وفات شوي دي او متعلقه سېنټر ورته رقم نه ورکوي.

عالم خان چې د اسلام اباد په بليو اېريا کې د نادرا دفتر نه بهر ولاړ وو مشال رېډيو ته يې وويل پلار په نوم يې پېسې راغلي دي خو د ګوتو د نښو تصديق نه کيدو لوجې تروسه ورته دغه رقم ورنکړل شو نو نادرا دفتر ته راغلي چې خپله دا مسله هواره کړي خو نن يې دوهم ورځ ده چې وار يې نه راځي.

د عالم خان پشان د اسلام اباد يو بل اوسيدونکي اظهر الدين هم د ګوتو نښو تصديق نه کيدو لوجې ۱۲ زره روپۍ نه دي ترلاسه کړي.

د نوموړي وينا وه نن مې څلورمه ورځ چې د نادرا دفتر او د خپل سېنټر چکرې وهم زه بيمار هم يمه خو د دې باوجود څوک راسره څه قسمه مرسته نه کوي. سېنټر والا راته وايي چې د ګوتو نښې تصديق دې نه کېږي د نادرا دفتر ته ولاړ شه اوس چې دفتر ته راغلی يمه نو دلته رش ډېر زيات دی، وار مې نه راځي او په ودرېدو ستړی شومه حکومت ته مې خواست دې چې په حال دې راله رحم وکړي.

په ټول ملک کې د نادرا دفترې د سحر له ۱۰ نه د مازيګرتر ۴ بجو پورې خلاصې وي.

د اسلام اباد يوبل اوسيدونکې محمد عبيد وايي د اپرېل په ۱۶مه يې د پلار په نوم پېسې راغلي خو ځکه ورته نه ملاويږي چې پلار يې وفات شوې اول يې رانه د پلار د مرګ سرټيفيکېټ وغوښتو چې هغه مې راوړو نو بيا يې رانه د پلار شناختي کارډ وغوښتو خو هغه ورک شوی دې نو اوس نادرا دفتر ته راغلې يمه چې خپل د پلار د مرګ اندراج ورسره وکړم.

د ذکر ده چې د اپرېل د نهمې نيټې راهيسې حکومت د احساس پروګرام ترلاندې د ملک يو کروړ شل لکه بې وزله کورنيو ته ۱۲ زره روپۍ ورکول شورو کړيدي خو په زرګونه خلک بيا د يادو دوو مسلو سره مخ دي.

خو د احساس پروګرام مشرې ثانيه نشتر د مې په دويمه په اسلام اباد کې رسنیو ته ويلي وو هغه کسان چې ورته دا دوه مسلې رامخې ته وي نو هغوی دې د نادرا دفترونو نه تصديق کولو وروسته خپل متعلقه سېنټر ته ولاړ شي نو ۱۲ زره روپۍ به ورته ورکړل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG