د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وړجنو شمېر ۲۱،۵۰۱ ته ورسېد


د کورونا وايرس ځانګړې روغتیايي ډلې په پېښور کې د يو تن تبه ګوري. په خېبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د کورونا وايرس ځانګړې روغتیايي ډلې په پېښور کې د يو تن تبه ګوري. په خېبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

په پاکستان کې د مې تر پنځمې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۱،۵۰۱ ته رسېدلی دی.

بلخوا په دې هېواد کې د دې وايرس له امله ۴۸۶ کسان مړه شوي او تر ۵۷۰۰ زيات بیرته رغېدلي هم دي.

د پاکستان روغتيا څانګې چارواکو په وينا، په پنجاب صوبه کې په ۸۱۰۳، په سيند کې ۷۸۸۲، په خيبر پښتونخوا کې ۳۲۸۸، په بلوچستان کې ۱۳۲۱، په اسلام اباد کې ۴۶۴، په ګلګت بلتستان کې ۳۷۲ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۷۱ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

هلته د امریکايي جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د مې تر څلورمې نېټې په افغانستان کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر ۲۸۹۴ ته رسېدلی دی.

پوهنتون زیاتوي چې په هغه هېواد کې تر اوسه ناروغۍ۹۰ کسان وژلي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د مې پر څلورمه رسنیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې د کورونا ۴۹۸ مشکوکې نمونې څېړل شوي او ۱۹۰ یې مثبتې تثبیت شوي.

د وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار وایي، د یادو ثبت شویو له ډلې ۳۹۷ ترې رغېدلي دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۳۶ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر دوه نيم لکه زيات ورڅخه مړه شوي او څه کم ۱۲ لکه بېرته رغېدلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG