د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت له ایران سره پر پوله د ځېنو افغانانو د وژنې راپورونه څېړي


ویل کېږي چې د ځینو مړي له اوبو ایستل شوي خو تر ۲۲ زیات نور تري تم دي.
ویل کېږي چې د ځینو مړي له اوبو ایستل شوي خو تر ۲۲ زیات نور تري تم دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، له ایران سره پر پوله د یو شمېر افغانانو د وژل کېدو راپورونه څېړې او د دې کار لپاره يې يو پلاوی هم ټاکلی دی.

عیني شاهدان وايي، ایراني پوله ساتو لسګونه هغه افغانان چې دې هېواد ته په قاچاقي لاره اوښتل په ډزو اړ کړي چې اوبو ته ځانونه وغورځوي.

ویل کېږي چې د ځېنو مړي له اوبو ایستل شوي خو تر ۲۲ زیات نور تري تم دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن [د مې پر دويمه] ازادي راډیو ته وویل، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په دې اړه د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه کړې.

د نوموړي په وينا اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی ټاکلی چې دا قضیه په هر اړخیزه توګه وڅېړي او د حقیقتونو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشي.

د افغانستان په لوېديځ هرات ولايت کې عیني شاهدانو ازادي رادیو ته ویلي، تر ۵۰ زیاتو هغو افغانانو چې هڅه یې کوله له هراته په غیرې قانوني لارو ایران ته داخل شي، د ایراني پوله ساتو له خوا درول شوي، نیول شوي او یو شمېر یې اوبو ته غورځول شوي دي.

د فاریاب اوسېدونکي شاه ولي چې وايي، د ایراني پوله ساتو له خوا نیول شوی و، په هرات کې ازادي راډیو ته وویل، ایراني پوله ساتو په ډزو کولو سره افغانان مجبور کړل چې په سرحدي سیمه کې اوبو ته ځانونه وغورځوي.

نوموړی وویل، د اوو تنو مړي یې له اوبو ایستلي او پاتې ۲۳ تنه لادرکه دي.

"خلکو د ایراني پوله ساتو پښې ښکلولې خو دوی په قمچینو وهل او ډزې یې پرې کولې، پر ما یې هم ډزې وکړې. راته ویل يې هغوی چې اوبو کې ډوب شول، ته هم ځان ډوب کړه. هغوی چې سیند کې ډوبېدل، دوی ورته کتل او خپلو کې یې خندل."

د هرات په حوزوي روغتون کې چارواکي وايي، چې له ایران سره له پولې د پنځو تنو مړي چې په اوبو کې ډوب شوي دي، روغتون ته انتقال شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل، د پنځو تنو مړي نن [د مې پر دویمه] سهار د سرحدي ساتونکو له خوا د هرات حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

مولوي محمد او غلام یحیی د خپلوانو مړو ترلاسه کولو لپاره دې روغتون ته ورغلي.

دوی په هرات کې د ازادي راډیو له خبریال سره په خبرو کې د ایران حکومت د افغانانو په وژلو تورن کړ.

مولوي محمد زیاته کړه چې دا کسان به يې خپلو پوستو ته وړي وای، وهلي ډبولي به یې وای، لاس و پښې به یې پرې ماتې کړې وې، او سپارلي به یې وای، خو داسې به یې په سیند کې لاهو کول.

غلام یحیی بيا وايي،" چې نیولي يې ول نو بيرته به یې له پولې را اړولي وای، نه دا چې سیند ته یې وغورځوي او ویې وژني، زموږ خلکو څه بد کړي وو."

د هرات حوزوِي روغتون مخې کې هغه کسان چې د خپلو دوستانو د مړو د ترلاسه کولو په هدف ورغلي.
د هرات حوزوِي روغتون مخې کې هغه کسان چې د خپلو دوستانو د مړو د ترلاسه کولو په هدف ورغلي.

ناامني، بې وزلي او بیکاري، دا درې مهم سببونه دي چې ګڼ افغانان یې اړ کړي د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو څخه ایران ته له قاچاقي لارو په کار پسې ولاړ شي.

د هرات د ولایتي شورا غړي سردار محمد بهادري وايي، ایران باید پر افغان کارګرو ډزې ونه کړي.

هغه زیاتوي، "د افغانستان خلک د ایران له اسلامي جمهوریت دا تمه نه لري چې په هغو کارګرو دې ډزې وکړي چې له جبر او بې وزلۍ ایران ته ځي."

له بلې خوا د هرات سیمه يیز چارواکي وايي، دوی هم د ایراني پوله ساتو له خوا په سیند کې د افغانانو د ډوبولو ادعاوې څېړي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل: "د هرات د والي لارښونې پر بنسټ هغه ادعاوې چې د دې پېښې په اړه شوي، په هر اړخیزه توګه څېړل کېږي، د هرات د والي له خوا اړوند برخو ته سپارښتنه شوې چې په جدي او هر اړخیزه توګه دا ادعاوې وڅیړي او د ډیپلوماټیکو لارو هم تعقیبېږي."

خو په هرات کې د ایران قونسلګرۍ په یو بیان کې دا رد کړې چې افغانان دې د هرات د ګلران ولسوالۍ په یوې سرحدي سیمه کې د ایراني پوله ساتو له خوا نیول شوي وي.

بل پلو یو افغان امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ویلي، ۵۰ افغانان چې په قاچاقي لار ایران ته روان ول، د ایراني پوله ساتو د ډزو له کبله ځانونه سیند ته غورځولي چې د ۱۲ مړي یې پیدا شوي دي او اوس له سیمه ییزو خلکو سره دي.

نوموړې وویل، تر اوسه د ۲۲ نورو برخلیک نه دی څرګند.

دا لومړی ځل نه دی چې ایراني پوله ساتي له افغانانو سره دا ډول چلند کوي، تر دې مخکې هم په وار وار ایران افغان کډوال په بېلا بېلو بڼو شکنجه کړي، ځورولي او ان وژلي يې دي.

د بشري حقونو ډلو پرلپسې له ایرانه غوښتي چې د افغان کډوالو په وړاندې دې زور زیاتی پای ته ورسوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG