د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا ناروغانو شمېر ۱۸،۲۳۵ ته ورسېد


بلوچستان: کوټه کې خلک د سینې اېکسرې او نورو وړیا ټیسټونو کولو ته په انتظار دي. ۲۰۲۰، ۲۴ اپرېل
بلوچستان: کوټه کې خلک د سینې اېکسرې او نورو وړیا ټیسټونو کولو ته په انتظار دي. ۲۰۲۰، ۲۴ اپرېل

د پاکستان حکومتي رسمي ویبپاڼه چې د کورونا وایرس معلومات خپروي تازه شمېرې یې ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نېږدې ۱۳ سوه نوي کیسونه مخې ته راغلي او ۳۲ کسان مړه شوي چې ورسره د ټولو تلفاتو شمېر ۴۱۷ ته پورته شوی دی.

همدا رنګه د رسمي شمېرو ترمخه تر اوسه ۴۷۱۵ کسان له دې ناروغۍ بیرته جوړ شوي هم دي.

په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه دې وایرس نېږدې ۲۸ سوه کسان ناجوړه کړي او ۱۶۱ یې وژلي دي خو نېږدې ۷۰۰ بیرته جوړ شوي هم دي.

بلخوا د پاکستان ولسمشر د قامي اسمبلۍ غړو ته د کورونا وایرس د مخنیوي په لړ کې سپارښتنې کړي دي.

د پاکستان سرکاري راډیو د مې پر لومړی پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې ډاکټر عارف علوي د اسمبلي غړو ته په استول شوي لیک کې ویلي، د خپلو حلقو له هغو خلکو سره دې په تماس کې اوسي چې د کورونا له وجې یې ژوند اغېزمن شوی دی.

ولسمشر ویلي، له دې رنځه د وتلو یوازېنۍ لاره داده چې لازم حفاظتي اقدامات وکړل شي.

نوموړي د قامي اسمبلۍ غړو ته همدا رنګه ویلي چې د هغو ډاکټرانو او طبي عملې ضرورتونه دې هم پوره کړي کوم چې د خلکو پر درملنه بوخت دي.

هلته د امریکايي جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د مې تر لومړۍ نېټې په افغانستان کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر ۲،۳۳۵ ته رسېدلی دی.

پوهنتون زیاتوي چې په هغه هېواد کې تر اوسه ناروغۍ ۶۸ کسان وژلي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د مې په لومړۍ نېټه رسنیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې د کورونا ۵۶۸ مشکوکې نمونې څېړل شوي او ۱۶۴ یې مثبتې تثبیت شوي.

د وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار وایي، د یادو ثبت شویو له ډلې۳۱۰ ترې رغېدلي دي.

بلخوا په افغانستان کې د رسنیو شاوخوا ۴۰ خبریالان او کارکوونکي په کورونا وایرس اخته شوي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارې ((نی)) د اپرېل پر ۳۰مه وویل، په کابل کې د درې رسنیو یو شمېر کارکوونکي ناروغه شوي دي.

د دې بنسټ مشر مجیب خلوتګر وايي، په کووېډ – ۱۹ اخته خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د کابل، هرات او کاپیسا ولایتونو دي.

خو د عامې روغتیا وزارت لا د ناروغه خبریالانو کره شمېر نه دی ورکړی او یوازې یې دومره ویلي چې په خبریالانو کې د وایرس خپرېدو سلسله روانه ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG