د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغانو شمېر ۱۷،۴۳۹ ته ورسېد


روغتيايي کارکوونکي له کورونا وايرسه مړ شوی تن لېږدوي

پراګ - د پاکستان د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د مې پر لومړۍ نېټه تر مازیګره په هغه هېواد کې کووېډ – ۱۹ ناروغۍ ټول ۳۹۱ کسان وژلي چې پکې یې ۱۴۶ د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي ول.

ووبپاڼه زیاتوي چې په پاکستان کې تر اوسه له ناروغۍ ۴،۳۱۵ کسان رغېدلي دي.

هلته د امریکايي جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د مې تر لومړۍ نېټې په افغانستان کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر ۲،۳۳۵ ته رسېدلی دی.

پوهنتون زیاتوي چې په هغه هېواد کې تر اوسه ناروغۍ ۶۸ کسان وژلي دي.

هلته په افغانستان کې د رسنیو شاوخوا ۴۰ خبریالان او کارکوونکي په کورونا وایرس اخته شوي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارې ((نی)) د اپرېل پر ۳۰مه وویل، په کابل کې د درې رسنیو یو شمېر کارکوونکي ناروغه شوي دي.

د دې بنسټ مشر مجیب خلوتګر وايي، په کووېډ – ۱۹ اخته خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د کابل، هرات او کاپیسا ولایتونو دي.

خو د عامې روغتیا وزارت لا د ناروغه خبریالانو کره شمېر نه دی ورکړی او یوازې یې دومره ویلي چې په خبریالانو کې د وایرس خپرېدو سلسله روانه ده.

د بلوچستان حالت

د بلوچستان حکومت پر ولس غږ کړی دی چې په ځانګړې توګه مرکز کوټه کې د کورونا وایرس ناروغان ورځ تر بلې په چټکۍ خپرېږدي‌ نو په کار ده چې پر کور کښېني.

د صوبايي‌ حکومت ویاند لیاقت شاهواني د اپرېل پر ۳۰مه په کوټه کې خبریالانو ته وویل چې په کوټه کې یې یو شمېر داسې دوکانداران نیولي‌ او جرمانه کړي‌ دي‌ چې له ټولبند یا لاک ډاون څخه یې سرغړونه کړې وه.

بل پلو په صوبايي‌ اسمبلۍ د اپوزېشن مشرانو غوښتنه کړې ده چې د کورونا وایرس په اړه د بحث لپاره دې د اسمبلۍ غونډه را وبلل شي.

خو د اسمبلۍ سپیکر د اپوزېشن درخواست رد کړی او ویلي‌ یې دي‌ چې د اسمبلۍ له غونډې ملازمینو او د اسمبلۍ غړو ته د کورونا وایرس لګېدو خطر دی نو ځکه دا غونډه اوس نشي‌ رابللای.

د اپوزېشن مشر او د جمعیت علما اسلام ډلې مخکښ ملک سکندر اډوکېټ مشال راډیو ته وویل چې حکومت د کورونا وایرس په مد کې د خرڅونو په اړه دوي‌ په اعتماد کې نه دي‌ اخیستي.

په بلوچستان کې د مې تر لومړۍ نېټې کورونا وایرس ۱۰۴۹ نیولي‌ چې ۱۸۳ ورڅخه جوړ شوي‌ هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG