د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان اووه میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي


د ښارونو تړل کېدو د بېوزله کورنیو ماشومان سخت زیانمن کړي.

کابل - د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره (سېف د چلډرن) وايي، چې کورونا وایرس له کبله د ښارونو تړل کېدو، د بیو د لوړېدو له امله په افغانستان کې اووه میلیونو ماشومان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره له نړیوالې ټولنې او له افغان حکومت غواړي، چې په افغانستان کې له لوږې سره مخ ۷ میلیونو ماشومانونو غم دې په خپل وخت وخوري.

په افغانستان کې د دغې ادارې ویاندې مریم عطايي د مې پر لومړی ازادي راډیو ته وویل ۷ میلیونه افغان ماشومان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

هغه زیاتوي: "هغه سروې چې د خوراکي توکو د امنیت ډلې له لورې ترسره شوې، ښکاره کوي، چې د مې او اپرېل په میاشتو کې د افغانستان له یو پرې درې میلیونه نفوس څخه چې ۷ اعشاریه ۳ میلیونه یې ماشومان جوړه وي، د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي."

عطايي زیاتوي، له بده مرغه د کرونا ویروس کړکېچ او له همدې امله د ښارونو تړل کېدو هغه ماشومان سخت زیانمن کړي، چې په ورځ کې یو وخت کې سمه غذا نه لري.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره ټینګار کوي، که پر خپل وخت ورته خواړه و نه رسېږي، نو په لیرې پرتو سیمو کې ماشومانو او امیدوارې له مړینې سره مخ شي او یا به هم خوراځواکي زیاته کړي.

په افغانستان کې د کورونا وایرس د خپرېدو له امله له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر سترو ښارونو کې ګرځبندیز لګول شوی.

په کابل کې د تګ راتګ د بندیز دوهمه ورځ
په کابل کې د تګ راتګ د بندیز دوهمه ورځ

د حکومت له اقدام سره په ښارونو کې د خوړو بیې څو چنده لوړې شوې او هغه کسان او ماشومان بېکاره شوي، چې په ورځني روز مزد یې د ژوند چارې سمبالولې.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دوه ورځې وړاندې یې په کابل ښار کې د نانوایانو له لارې بې ‌وزلو او اړمنو ته د ډوډۍ د ورکړې لړۍ پیل کړه.

ولسمشر محمد اشرف غني په خپل پيغام کې ویلي دا بهیر له کابله پیلېږي او د روانې اوونۍ تر پایه به په هرات، مزار شریف، کندهار، کندز او جلال‌ اباد ته هم وغځېږي، همدا ډول به ډېر ژر په ټولو ولایتونو کې خلک له دې مرستو برخمن شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG