د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د مې مياشتې لپاره د تېلو نرخونه ټیټ کړل


د تېلو ټېنکرونه
د تېلو ټېنکرونه

اسلام اباد - د پاکستان حکومت د مې مياشتې لپاره په ملک کې د تيلو په نرخونو کې تر ۳۰ روپیو کمی کړی دی او نوي نرخونه د مې له لومړۍ نې‍ټې عملي‌ شوي دي.

د پاکستان خزانې ډويژن د اپرېل پر ۳۰مه نېټه ناوخته په خپل نوټيفيکېشن کې ويلي چې د پیټرولو په نرخ کې ۱۵ روپۍ، د ډيزلو په نرخ کې ۲۷ روپۍ ۱۵ پېسي او د خاورو تيلو په نرخ کې يې ۳۰ روپۍ کمي کړې دې.

په نرخونو کې تر کمي وروسته په ملک کې د پیټرولو يو ليټر نرخ شاوخوا ۸۲ روپۍ، د ډيزلو نرخ څه د پاسه ۸۰ روپۍ او د خاورو تيلو نرخ شاو خوا ۴۸ روپیو ته راټیټ شوی دی.

دا له هغه وروسته ده چې په نړيوال مارکيټ کې د تيلو په نرخونو کې تر کمي وروسته اوګرا د مې مياشتې لپاره د پیټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې۴۴ روپیو پورې د کمي سمري پټروليم ډويژن ته ليږلې وه چې پکې يې پټرول شاو خوا ۲۱ روپۍ، ډيزل څلور ديرش روپۍ او خاورو تيل ۴۴ روپۍ ليټر ارزانه کولو وړانديز کړی وو.

اقتصاد پوه ډاکټر معراج الحق وايي په نړيوال مارکيټ کې د تيلو بېعې چې څومره راکمې شوې دي نو حکومت د هغې مطابق په ملک کې د تيلو نرخونه راکم نکړل او دا ځکه چې حکومت دريځ لري چې د تيلو اخيستو لپاره دوي دوه مياشتې وړاندې معاهدې کوي او د هغه وخت د نرخونو مطابق دوي په ملک کې د تيلو نرخونه ټاکي.

د ډاکټر معراج الحق په وینا ، د حکومت د موقف بله برخه دا ده چې په مارچ مياشت کې د کورونا وايرس لوجې د ۱۲ سوه اربه روپو امدادي پيکج اعلان کړل شوی وو او ټولو ته معلومه ده چې پاکستان په معاشي توګه د مشکلاتو ښکار دی نو ځکه هم نشي کولای چې نورې اسانتياوې ولس ته ورکړي.

بلخوا ولس وايي چې حکومت له تيرو ۳ مياشتو راهيسې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې کمی کوي خو ورسره په ملک کې ګراني راکمه نشوه.

په اسلام اباد کې مزدوري‌ کوونکی د صوابۍ علي شير وايي کله هم چې د تيلو بېعې زياتې شي نو ورسره د ضرورت هر شی ګران شي او دکانداران وايي چې د تيلو نرخونو زياتيدو له کبله دوي هم مجبور دي چې شېان په ګرانه بېعه خرڅ کړي.

خو د علي شیر په وینا ، کله چې تيل ارزانه شي نو بيا ورسره شېان نه ارزانه کيږي نو له دې کبله د تيلو په نرخونو کې د کمي ولس ته هغسې ګټه نه رسي کومه چې پکارده.

وزيراعظم عمران خان د مارچ پر ۲۴مه په ملک کې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې تر پنځلس روپیو د کمي اعلان کړی وو.

له دې وړاندې حکومت د مارچ مياشتې لپاره د ډيزلو او پټرولو په نرخ کې پنځه پنځه روپۍ او د خاورو تيلو په نرخ کې ۷ روپۍ کمی کړی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG