د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ایمان سره پر فلم او جاوید ساپي سره پر ژباړه مرکې


د مشال راډیويي مجلې پاڼې ته ښه راغلاست. په دې ګڼه کې له فلم ستوري ایمان افغانستان او ډاکټر جاوید ساپي سره مفصلې مرکې لرو.

ایمان یو افغان فلم ستوری دی چې په ګڼو پښتو، فارسي او هندي فلمونو کې یې کار کړی. ځیني خلک هغه د رسول ایمان په نوم هم پېژني.

ایمان افغانستان
ایمان افغانستان


د نوموړي یو فلم چې حسن نومېږي زیات شهرت ترلاسه کړی. دا فلم په افغانستان او کینیډا کې شوټ شوی او له عادي افغان فلمونو د لوړ بجټ او معیار فلم ښکاري.

د فلم جوړوونکی، لیکوال او د هیرو رول لوبوونکی ایمان مشال راډیو ته وویل، تمه یې زیاته وه چې دا فلم به د افغان کتونکیو ترڅنګ د افغانستان د حکومت پام هم ځان ته واړوي. موږ له هغه سره خبرې کړي چې د مجلې په غږیزه سېکشن کې یې اورېدلای شئ.

د مجلې په دوهمه برخه کې د یو افغان ډاکټر خبرې اورئ چې د کورونا وایرس په اړه یې کتابونه ژباړلي دي.

ډاکټر جاوید ساپي په چین کې د طبابت په څانګه کې تر ډوکټورا یا پي اېچ ډي پورې زده کړې کړي دي. نوموړی د کابل پوهنتون استاد او په ارګ کې د ولسمشر سلاکار پاتې شوی او ترڅنګ یې د کینسر یا د سرطان پر ضد د جوړ شوي بنسټ مشر دی.

ډاکټر جاوید ساپی
ډاکټر جاوید ساپی

ترڅنګ یې هغه اوس مهال له کرونا سره د افغانستان د مبارزې د اضطراري کمېټې د متخصصینو دبورډ غړی دی.

په دې وروستیو کې د کورونا ( کویډ ـ ۱۹) په اړه ځیني اثار له چینایۍ پښتو ته ژباړل شوي دي.

موږ له ډاکټر ساپي سره مرکه کړې چې په دې ګڼه کې یې اورېدلای شئ.

د مجلې تازه ګڼه دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:53:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG