د واک په نوم د پښتنو ښځو د غورځنګ غړې او مشرانې وایي چې په موجوده وبایي صورتحال کې د دوی هلې ځلې هم متاثره شوي دي.
اوس زیاتره په کورونو کې دي، او د خپل غږ رسولو لپاره ټولنیزې شبکې استعمالوي.
د 'واک' مشرانې وایي، غورځنګ یې په پښتنو ښځو کې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز شعور او پوهې زیاتولو لپاره کار کوي او د هغو ټولو دودونو او رواجونو په اړه پوهه پیدا کوي چې په پښتنه ټولنه کې يې د ښځو ژوند له مسلو او کړاونو سره مخامخ کړې دي.
د واک غړې وایي په موجوده صورتحال کې په کلیو او بانډو کې له ښځو سره خبرې کوي چې باید خپل ځان او کورنۍ د دغه وبا نه څنګه محفوظه وساتي.
نښلول
شریک کړئ
د-واک-غورځنګ-له-غړو-سره-خبرې-
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:20:03
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
فرخنده اسد
فرخنده اسد د مشال راډیو خبریاله وه چې د پاکستان او افغانستان په اړه یې د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوله.