د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس: پاکستان، افغانستان او نړۍ کې وروستۍ شمېرې


د ارشیف انځور

په پاکستان کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر ۲۵۶ ته رسېدلی دی.

د کورونا وایرس په اړه د پاکستان سرکاري ویب پاڼه لیکي چې تر اوسه په ټول ملک کې ۱۲ زره ۲۲۷ کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي.

د ویب پاڼې له معلوماتو سره سم، په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸۵ کسان نوي په کورونا اخته شوي او په هم دې وخت کې یې ۱۶ تنه وژلي دي.

په پاکستان کې تر اوسه په کورونا وایرس له اخته شوو څخه ۲۷۵۵ جوړ شوي هم دي.

کورونا په افغانستان کې:

په افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې ۱۳۳۰ ته ورسېدې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د اپرېل په ۲۴مه رسنیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د عامې روغتیا په لابراتوارونو کې د کورونا ۹۵ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ورسره په ټول هیواد کې د کورونا مثبتو پېښو شمېر ۱۳۳۰ ته ورسېد.

په هرات کې د کورونا لپاره جوړ شوی روغتون
په هرات کې د کورونا لپاره جوړ شوی روغتون

د یاد وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، په تازه پېښو کې په کندهار کې ۵۳، په کابل کې ۱۲، تخار کې ۱۰، پنجشېر کې ۵، ننګرهار کې ۵، هرات کې ۳، غزني او فراه کې دوه دوه او یوه یوه په لغمان، دایکنډي، پروان او.نیمروز ولایتونو کې تثبیت شوي دي.

د مایار په خبره تر دې مهاله په افغانستان کې د کورونا ناروغۍ له امله ۴۳ تنه مړه شوي او ۱۸۸ تنه ترې رغېدلي دي.

کورونا په نړۍ کې:

د نړۍ مشرانو هوډ ښودلی دی چې د کورونا وایرس د معایناتو، درملنې او واکسینو لپاره به هلې ځلې ګړندۍ کړي.

دا څرګندونې د اپرېل پر ۲۴مه د صحت نړیوال سازمان په غونډه کې شوې دي.

د ملګړو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي چې کورونا وایرس ته د ماتې ورکولو لپاره به نړیوال سازمانونه، نړیوال مشران او شخصي څانګې په ګډه کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون له شمېرو سره سم، تر اوسه په نړۍ کې ۲۸ لاکه نه زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او نږدې ۱۹۸ زره نه زیاتو کسانو خپل ژوند بایللی خو نږدې اته لکه کسان له دې ناروغۍ بیرته جوړ شوي هم دي؟

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG