د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تراویح لمانځه ته به تر پنځو زیات کسان نه راټولېږي: سیند حکومت


د کراچۍ یوه جومات کې د تراویح لمونځ: ۲۰۱۹، ۶ مې

په پاکستان کې له کورونا وایرسه د ځپلو شویو شمیره ۱۱،۱۴۵ ته رسېدلی او د سیند حکومت د روژې په میاشت کې د تراویحو په لمانځه بندیزونه لګولي دي.

د روغتیا چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خیبر پښتونخوا کې په ۸۸ نورو رنځورانو کې د وایرس تصدیق شوی چې ورسره دغه شمېره ۱۵۴۱ ته لوړه شوی ده.

بلخوا د سیند صوبې حکومت اعلان کړی چې د روژې په میاشت کې د تراویحو لمانځه لپاره به له پنځو ډېر کسان نه راټولېږي.

د سیند وزیراعلا سید مراد علي شاه بېګاه د اپرېل پر ۲۳مه په سوشل میډیا په یو ویډیو پیغام کې ویلي چې ډاکټرانو د وایرس مخنیوي لپاره د جماتونو نه پرانستلو غږ کړی وو نو د هغوی او ولسمشر عارف علوي په مشوره يې دغه ستونزمنه پرېکړه کړې ده.

ولسمشر علوي او د پاکستان دیني عالمانو یوه ډله د اپرېل پر ۱۸مه په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې په دې رضا شوي وو چې په جماتونو کې به تر ځېنو شرطونو لاندې د لمانځه د اجتماعاتو اجازه وي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG