د لاسرسي ځای

تازه خبر

داخله وزارت دې قبايلي ضلعو ته د انټرڼیټ نه ورکولو ځواب ووايي: اسلام اباد های کورټ


په اسلام اباد کې 'چای والا' ارشد خان د انټرنیټ له لارې پر ټولنیزو رسنیو ډېر نوم وموند.
په اسلام اباد کې 'چای والا' ارشد خان د انټرنیټ له لارې پر ټولنیزو رسنیو ډېر نوم وموند.

د اسلام اباد های کورټ چیف جسټس اطهر من الله د اپرېل پر۱۴مه متعلقه چارواکیو ته امر کړی وو چې په پخوانیو قبایلي ضلعو کې د انټرنېټ د بحالولو لپاره مناسب ګامونه واخلي خو د دې په ځواب کې د ساینس او انفارمیشن ټیکنالوجۍ وزارت د اپرېل پر ۲۰مه په لیکلي ځواب کې ویلي چې انټرنېټ د کورنیو چارو وزارت تړلی دی.

له دغې وروستو عدالت د کورنیو چارو وزارت ته ویلي چې د اپرېل پر ۲۸مه په قبایلي ضلعو کې د انټرنېټ د تړلو په اړه راپور وړاندې کړي.

دا انټرنېټ د تړل کېدو پر ضد د کرمې یو زده کوونکې محمد حسین عدالت ته خواست کړی وو.

د اپریل پر ۲۱مه مشال راډیو سره په خبرو کې د محمد حسین وکیل عبدالرحیم وزیر وویل چې د عدالت حکم باوجود په قبایلي سیمو کې انټرنېټ نه دی بحال شوی نوموړی د مقدمې په اړه نور وویل: "چیف جسټس پر دغه مهال وویل چې انټرنېټ یو بنیادي بشري حق دی او د دې اجازه نه شي ورکولای چې د قبایلي ضلعو ولس له دغه حقه بې برخې پاتې شي."

عبدالرحیم وزیر وايي د مقدمې بیا اورېدنه به د اپرېل پر ۲۸مه کېږي او دوی په تمه دي چې د کورنیو چارو وزارت د انټرنېټ د تړلو د پریکړې څه سپیناوی کوي.

انټرنېټ مالوماتو ته د رسېدو مهمه وسیله ده، خو په قبایلي ضلعو له کال ۲۰۱۶م راهیسې انټرنېټ تړل شوی دی.

په دغه اړه د قبایلي سیمو زده کوونکیو وخت په وخت احتجاجونه هم کړي دي، خو د کورونا د وبا په ورځو کې د انټرنېټ د پرانستلو او مالوماتو ته د لاس رسي لپاره اوازونه نور هم قوي شوی دي.

په پېښور کې د میډیا او کمیونیکیشن د چارو یو پوهـ ریاض غفور وایي چې د وبا په ورځو کې خلکو ته سم او کره مالومات رسول، د خلکو ژوند خوندي کولای شي خو له بده مرغه په پښتونخوا کې د دغې لپاره په یوه منظمه کمیونیکیشن ستراتیجۍ کار نه دې شوی.

نوموړی وایي د کورونا وایرس په اړه په خلکو کې ډیری بدګمانۍ دي او حکومت د خلکو باور هله ګټلې شي چې کره او پوره مالومات ورته ورسوي .

ریاض غفور زیاتوي باید د ولس، روغتیا د څانګې او حکومت ترمنځ د مالوماتو د شریکولو لپاره یو کرایسز کمیونیکیشن ستراتیجي جوړه او عملي کړل شي.

د ولسي روغتیا د چارو یو پوه ډاکتر جواد اقبال وايي چې ستونزه داده چې د کره او پوره مالوماتو د رسولو لپاره د روغتیا او انفارمیشن د ادارو او ضلعې انتظامیې ترمنځ همکاري نشته او خلک نه دي خبر چې د وایرس د مخنیوي لپاره د روانو هلو ځلو نه څنګه ګټه پورته کړي؟

نوموړی زیاتوي چې په پاکستان کې د رنځورانو سم مالومات نه ساتل کېږي چې له کبله يې د رنځونو مخنیوي لپاره سمې څیړنې هم مخې ته نه راځي.

د یادونې وړ ده چې په خېبر پښتونخوا کې سره د دې چې له وایرسه د ځپلو شویو شمېره ۱۴۰۰ ته رسېدلی، بیا هم په ډېرو سیمو کې خلکو د معمول ژوند له دوام ورکړی او ډېر يې د وایرس مخنیوي لپاره اعلان شوی هدایات هم په پام کې نه راولي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG