د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۷۷۲ نور پېښې


د اسلام اباد کې روژې تیاریانې روانې دي
د اسلام اباد کې روژې تیاریانې روانې دي

په پاکستان کې د اپريل تر ۲۳مې، په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۰،۵۱۳ ته رسېدلی دی.

بلخوا په هغه هېواد کې د دې وايرس له امله ۲۲۴ کسان مړه شوي او تر ۲،۰۰۰ زيات رغېدلي هم دي.

د پاکستان د روغتيا چارواکو په وينا، په پنجاب صوبه کې په ۴۵۹۰، په سيند کې ۳۳۷۳، په خيبر پښتونخوا کې ۱۴۵۳، په بلوچستان کې ۵۵۲، په اسلام اباد کې ۱۸۵، په ګلګت بلتستان کې ۲۹۰ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۵۱ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۲،۶۲۷،۶۳۰ زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر ۱۸۳،۳۳۶ ورڅخه مړه شوي او ۷۱۱،۱۱۴ کسان ترې روغ راوتي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG