د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وړجنو شمېر ۹،۲۱۲ ته وخوت


روغتیاپالو په اېبټ اباد کې د یوه مړي تابوت اخیستی چې کورونا وایرس مړ دی. ۲۰۲۰، ۱۶ اپرېل
روغتیاپالو په اېبټ اباد کې د یوه مړي تابوت اخیستی چې کورونا وایرس مړ دی. ۲۰۲۰، ۱۶ اپرېل

په پاکستان کې د اپرېل تر۲۱مې د کورونا وايرس وهلو کسانو شمېر ٩٢١٢ ته رسېدلی دی. د وبا په اړه د مالوماتو ورکونکې حکومتي ويبپاڼه ليکي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ کسان له وايرسه مړه شوي دي چې ورسره د وژل شوي شمېر ۱۹۲ ته رسېدلی دی.

د پنجاب، سيند، خيبر پښتونخوا او بلوچستان چارواکيو د اپرېل پر ۲۰مه په ټويټر پاڼو د خپلو صوبو په اړه مالومات خپاره کړل.

د خیبر پښتونخوا د روغتيا او خزانې وزير تيمور سليم جګړا ويلي، په صوبه کې د اپرېل پر۲۰مه ۳۹ نور کسان وايرس ووهل چې د ده په وينا زياتره يې په پېښور او ملاکنډ ډويژن دي.

له دې سره په صوبه کې د کورونا ناروغانو شمېر ۱۲۷۶ ته رسېدلی دی.

حکومتي ويبپاڼه زياتوي، تراوسه د کورونا دوه زره ۶۶ناروغان جوړ شوي هم دي.


سوات کې د کورنا وایرس درې ناروغان ومړل

په سوات کې له کرونا وایرسه په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې درې تنه مړه شوي دي. د صحت محکمي معلومات ښيي، په سيدو شريف روغتون کې بستر نولس تنو کې له کورونا ناروغۍ مړو شویو کې یوه ښځه د مينګورې، دوه تنه د سيدو شريف او یو د کانجو ول.


د صحت څانګې چارواکي وايي، د درې واړو مړو جنازې په روغتون کې وشوې او وروسته خاور ته وسپارل شول.
د صحت محکمې دا هم وينا ده چي اوس هم په سيدو روغتون کې د کورونا وایرس نولس ناروغان تر درملنې لاندې دي. په ټول سوات کې تر دې دمه يونوي تنه د کرونا وایرس ښکار شوي چې اته ویشت ترې روغ راوتي او تر څلوېښتو پورې کسان په خپلو کورنو کې قرنطين کړل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG