د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ته د هند د غنمو د مرستې بله برخه ورسېدله


 د هند غنم
د هند غنم

هند له کورونا وایرس سره د مبارزې په لړ کې افغانستان ته غنم او دوايي لېږلې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اپرېل پر شلمه پر ټويټر د هندي وزيراعظم نريندرا مودي مننه کړې چې د ۷۵۰۰۰ ټنو غنمو څخه يې ۵۰۰۰ ورته رسېدلې دي. پاتې غنم په بېلابېلو مرحلو کې کابل ته ځي.

هند همداراز د اپرېل پر شلمه، افغان حکومت ته پينځه لکه هايډرو کلوروکين او يو لک پيرايسيټامول ګولۍ هم وسپارلې. دا دوايي په کابل کې د هند سفیر د افغانستا عامې روغتيا وزير ته ورکړي.

په افغانستان کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر يو زر او شپږ ویشت ته ورسېد. د عامې روغتيا وزارت له خوا نن د اپرېل په شلمه خپرو کړو معلوماتو ترمخه له دې وايرسه ۳۳ کسان مړه شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG