د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بېړنیو حالاتو کې هم تجارت جاري ساتل ممکن دي: تجاران


تورخم
تورخم

پراګ - د پاکستان د تجارت وزارت د اپرېل پر ۱۷مه په یوه بیان کې وویل چې د پاکستان د سوداګرۍ خونې او د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې غوښتنلیکونو ته په کتو یې پرېکړه کړې ده چې له ګوادر بندره د غنمو، بورې او سرې افغانستان ته د انتقال اجازه ورکړي.

بیان وايي، دا اجازه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزېټ سوداګرۍ هوکړې پر اساس ورکوي چې ورسره به له ګوادر بندره د شیانو افغانستان ته درامد ممکن شي.

تر دې مخکې هم د پاکستان حکومت د ګوادر له لارې افغانستان ته د سامانونو رسولو اجازه ورکړې وه خو هغه یو علامتي اقدام وو.

په بیان کې ویل شوي چې دا ځل به په مسلسل ډول افغانستان ته سامانونه انتقالېږيخو ټول سامانونه به بند وي او یوازې تر چمن اوښتو وروسته به پرانیستل کېږي.

بل شرط دا اېښودل شوی دی چې سوداګرو چې څومره سامان درامد کړی وي، تر هغې د زیات سامان وړلو اجازه به نه ورکول کېږي.

د افغانستان او پاکستان یو شمېر تجاران وايي ، په کار ده چې تجارت نه یوازې له سیاست سره ونه تړل شي بلکې په بېړنیو حالاتو کې هم جاري وساتل شي.

د چمن د تجارانو پخوانی مشر انجینیر دارو خان وايي‌، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاست له کبله په بیا بیا د تجارت په وړاندې خنډونه رامنځ ته کېږي.

ده وویل ، "په نوره نړۍ کې پر هره خبره لارې او پولې نه تړل کېږي خو دلته د پاکستان او افغانستان ترمنځ سیاست تر تجارت بالاتر دی ، موږ تجارت په بیا بیا د سیاست ښکار شوی دی."

د افغانستان د تجارت او پانګونې د خونې مرستیال مشر یونس مومند وايي‌، د پاکستان او افغانستان حکومتونه له تجارانو سره مناسبه همکاري‌ نه کوي.

یونس مومند وویل ،" د افغانستان او پاکستان حکومتونه د نورو هیوادونو په څېر ټیکسونه او عواید اخلي‌ خو د هغو هیوادونو په څېر خدمتونه تجارانو ته نه وړاندې کوي."

پاکستان د مارچ له لومړۍ نېټې راهسې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره له افغانستان سره خپلې پولې تړلې دي.

خو یونس مومند وايي د تجارت تړل د کورونا په وړاندې مرسته نه کوي بلکې لا نور خلک بې روزګاره کوي.

ده زیاته کړه ، "زما په فکر خو د پولو تړلو د کورونا وایرس په مخنیوي‌ کې مرسته نده کړې ، په کار دا ده چې حفاظتي‌ ګامونه پورته شي‌ خو په داسې طریقه چې تجارت روان پاتې شي."

په پېښور کې د تجارتي چارو پوه زاهد شنواری وايي ، د کورونا غوندې حالاتو کې هم د تجارت جاري ساتل ممکن دي.

زاهد شنواري‌ وویل ، "موږ له ټرانسپورټ کمپنیو سره خبرې کړې وې هغوي‌ راته ویلي‌ وو چې د پولې بندیدو په صورت کې داسې ممکنه ده چې له افغانستان څخه چې یو ټرک اوړي‌ نو پاکستانی ډرایور به یې روانوي‌ او چې له پاکستانه ور اوړي‌ نو افغان چلوونکې به یې پر مخ پسې بیايي."

ده وویل چې که داسې بندوبست وشي نو په کورونا وایرس رنګه حالاتو کې هم د تجارت جاري‌ ممکن دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم او چمن په ګډون یو شمېر نور لارې هم شته. دا لارې د کورونا وایرس تر راتګ وړاندې هم په وار وار د بېلا بېلو وجوهاتو له کبله تړل شوې دي.

د اقتصاد پوهانو په وینا ، پر تورخم او چمن د تجارت بندېده په ځانګړې توګه د پولې دواړو غاړو ته د مېشتو پښتنو کاروبار ته ډېر زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG