پراګ - د بلوچستان د کلا سیف الله د ځوانانو یوه ډله ټولنیزې رسنۍ د دې لپاره کاروي چې په ټولنه کې مثبت بدلون راولي.
دوي په ټولنه کې د ناوړه رواجونو او عادتونو خلاف وړوکې ویډیويي خاکې جوړوي او بیا یې پر فیسبوک پر جوړه کړې ځانګړې پڼه خپروي.
د محبت خان محبت ، شریف خوشالیار او نور ملګرو دا ویډیويي خاکې ډېر کتونکي لري او ځینې یې تر دوه میلیونه ځله زیاتې کتل شوې دي.
دوي وايي ، د معیاري ویډیوګانو په ثبتولو کې د وسایلو ورسره کمی دی خو خلکو تر اوسه پر کړي کار ډېره مینه ورکړې ده.
محبت خان محبت او شریف خوشالیار وايي ، دا یې ارمان دی چې له ټولنې هغه ټول دودونه او خصلتونه ورک شي چې په یوه نه یوه شکل د خلکو په تاوان دي.
د مشال راډیو خبریال بوریوال کاکړ له دوي سره مرکه کړې ده.
نښلول
شریک کړئ
مرکه دلته واورئ
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:27:42
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
بوریوال کاکړ
بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د فېسبوک تبصرې