د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا کولپي د پراګ ښایستونه کولپي کړي


د کورونا وبا له لاسه د پراګ ښار د ګڼې ګوڼې پر مشهور پله باندې تش یو مول وهلی ځوان تر سترګو کېږي.
د کورونا وبا له لاسه د پراګ ښار د ګڼې ګوڼې پر مشهور پله باندې تش یو مول وهلی ځوان تر سترګو کېږي.

وتلي ليکوال فرانز کافکا د خپل ښار په اړه ويلي ول ''د پراګ ښايست به تاسو له ښاره څخه وتلو ته پرې نږدي، د دې نازبينې مور منګولې زښه زورې دي.'' خو د کافکا د دې نازبينې مور مرۍ د کورونا وبا په منګولو کې ده.

زه ماسک تړلی د ښار په زړه کې د تېر شوي والتاوه سيند پر څنډه ولاړ هغه پورې غاړې ته د غونډۍ پر سر ودانې د پراګ لرغونې شاهي کلا ته ګورم او په ښايسته منظره يې خپلې سترګې ټکوروم.

د سيند هم هغې پورې غاړې ته د کافکا ميوزيم او د جان لېنن ديوال دی چې ورباندې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغليو سېلانیانو رنګونه پاشلي، خپل نومونه، د مينې پېغامونه او شعارونه یې لیکلي دي.

دا دېوال د چيک جمهوريت د خلکو لپاره له کېمونسټي رژيمه او نظامه د خلاصون او د ازادۍ، مزاحمت، د سياسي غوسې د اظهار او بړاس سمبول دی.

تر کلا، موزيمه او دېواله د رسېدو لپاره به تر څه نا څه ۶۵۰ کالن زاړه چارلس بريج ( چارلس پل) څخه تېرېږي. ويل کېږي چې د دې پله په جوړولو کې هګۍ او شېدې (پۍ) هم استعمال شوي دي.

دا تش پل دی بلکې دا د تعمير يوه شاهکاره نمونه ده، په ظاهره له ډبرو جوړ دی خو په سینه کې به یې خدای زده د څومره انسانانو کیسې درزېږي او د چا چا د پلونو نخښې پر نقش وي.

دا د دوو کسانو د مينې په مزي د پیلو پل دی، د دوو مينانو لپاره خپلې مينې ته په اول ځل د شونډو د تاو ورکولو ځای دی.

زه د سیند په غاړه ولاړ د چارلس بريج دغه تمدن په ويجاړېدو وينم، پل له سره تر پايه شاړ پروت دی.


پر شاوخوا ۵۰۰ ميټره مځکه جوړ پله باندې په اصطلاح يو تمدن اباد دی چې د ليدو لپاره ورته هرکال په مليونونو کسان راځي، د دوی شکلونه، نسلونه، کلتورونه، ژبې، عقيدې، مسلکونه له يوه بله څخه بېلې کېدای شي خو د دوی ترمنځ د ستړي ژوند، درانه پېټي پر دې پله د کوزولو تلوسه مشترکه ده.

دا د يوه لاروي لپاره ښايي د سيند بلې غاړې ته د رسېدو لار وي خو د يوه مصور لپاره کېنوس، د موسیقار لپاره ستټېج او د شاعر لپاره د الهام اخيستو ځای دی.

خو زه د سیند په غاړه ولاړ د چارلس بريج دغه تمدن په ويجاړېدو وينم، پل له سره تر پايه شاړ پروت دی.

نه مصور، نه جادوګر، نه سندرغاړی او نه نڅاګر شته چې خپل داخلي تخليق د خارج پر مخ، زړه، ذهن او روح نقش کړي.

ګلداره مول وهلې نجل د پراګ پر چارلس پله: ۲۰۲۰، ۲۸ مارچ
ګلداره مول وهلې نجل د پراګ پر چارلس پله: ۲۰۲۰، ۲۸ مارچ

کورونا وبا له انساني حرکته زېږېدونکې تخلیقي انګازې د يو فرد تر ذاته محدوده کړې دي.

زه د سيند پر غاړه له اوسپنيزې جنګلې سره ولاړ هغو کولپونو ته ګورم چې مينانو د تلپاتې وفا په ژمنه تالا کړي او کیلۍ يې مخامخ د سيند سينې ته غورځولې دي.

د پله جنګله د مينې هار او د سيند سينه د وفا کور دی.

دلته مې موده مخکې يوه نجلۍ ليدلې وه چې کولپ يې په لاس نيولی او له سترګو يې د اوښکو لښتۍ بهېدلې لکه چې غوښت یې کولپ د اوښکو په کیلۍ خلاص کړي. پوه نشوم چې څه شوي ول خو دومره پوه شوم چې دلته لګېدلی هر کولپ د مينې مزار او د وفا مشال دی.

خو نن مې په دې جنګله کې نوی برېښېدونکی کولپ و نه ليد، داسې نه ده چې مينې ته د وفا کولپ اچونکي نشته بلکې کورونا د مينانو پراګ کولپ کړی دی.

کورونا وایرس د اروپا ښکلی ښار پراګ شاړ کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:05 0:00

زه د پراګ ښار په هغو کوڅو کې وګرځېدم چې تېرکال ورته نهه ملين کسان راغلي ول او دومره ګڼه کوڼه به وه چې پکې به په اصطلاح د پښې اېښېدلو ځای نه وو. له ساحل صيب څخه په بښنه،

د پراګ کوڅې خو داسې بې ايمانه نه وې

داسې بې ژونده نه وې داسې بې جانانه وې

(د اصلي شعر اوله مصرعه، د پښتنو کوڅې خو داسې بې اېمانه نه وې)

یو امريکايی ليکوال ليکي، ((زما د ژوند تر ټولو لویه معجزه به دا وي چې که زه په ۲۱مه پېړۍ کې هر سهار په پراګ کې له خوبه راپاڅم.)

خو ۲۱مې پېړۍ دغسې خیالور خوبونه کورونا وهلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG