د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد له باجوه سره لیدلي


ارشیف، (ښی) د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
ارشیف، (ښی) د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د اپرېل پر ۱۴مه د پاکستان پوځ له مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره ليدلي.

په اسلام اباد کې د امريکا سفارتخانې د اپريل پر ۱۴مه په بيان کې ويلي چې زلمي خليلزاد او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر جنرل سکاټ میلر د پاکستان پوځ له مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره په افغانستان کې د سولې بهير په اړه خبرې وکړې.

په بيان کې راغلي چې د پاکستان پوځ مشر د مرستو ژمنه تکراره کړه او ويلي یې دي چې د جګړې سياسي حل لپاره به هلې ځلې جاري ساتي.

تر دې مخکې د امريکا ځانګړې استازي د اپريل پر ۱۳مه په قطر کې د طالبانو له لوړ پوړو استازو سره ليدلي وو.

له پاکستاني چارواکو سره د دغو دوو جګپوړیو امریکایانو خبرې په داسې وخت کې شوې دي چې ټاکل شوې ده د اپرېل پر ۱۵مه د بلجیم په پلازمېنه کې د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې د دې ترڅنګ چې ناټو له خپلو غړو هېوادو سره څرنګه د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي په لارو چارو کې مرسته کولای شي، د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د اپرېل پر ۱۴مه تر دې غونډې مخکې په افغانستان کې پر اوربند او د شخړو پر کمېدو ټنګار وکړ.

هغه زیاته کړه: "موږ پر ټولو خواوو غږ کوو چې د دې ژمنې بشپړ درناوی وکړي چې شخړې به کموي او بشپړې هڅې به کوي چې تړون تطبیق شي او بین‌الافغاني خبرو ته لار پرانیزي. زه همداراز په افغانستان کې په وروستیو کې له طالبانو سره د ناټو د جګپوړي قوماندان سکاټ مېلر د لیدو کتو هرکلی کوم او د امریکا متحده ایالاتو د استازي خلیل‌زاد چې له طالبانو سره له نږدې په ارتباط کې دی او هڅې کوي چې د سولې بهیر ته اسانتیاوې برابرې کړي چې دا په افغانستان کې سوله‌ېیزې حل لارې ته د رسېدو یوازنۍ لاره ده."

د اپرېل پر ۱۳مه په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر ولیکل چې له زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره په کتنه کې له امریکایي لوري سره د شوي تړون د بشپړ تطبیق ترڅنګ له دې موافقې د سرغړونو پر موضوع او د بندیانو د خوشې کېدو پر ځنډ او حل لارو خبرې وشوې.

د فبرورۍ پر ۲۹مه، د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ په پلازمېنه دوحه کې د شوي تړون له مخې باید افغان حکومت د طالبانو تر پنځه زره پورې بندیان خوشې کړي او طالبان د حکومت نږدې زره ته زندانیان ازاد کړي.

تر اوسه د حکومت له لوري د طالبانو ۳۰۰ زندانیان خوشې شوي دي او طالبانو د ۲۰ بندي پوځیانو د خوشې کولو خبر ورکړی دی، خو د کندهار امنیه قوماندان تادین خان ویلي دي چې دا ۲۰ تنه خوشي شوي ټول ملکیان دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG