د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ټېلې ښوونځي چېنل پرانست


د ټېلي ښوونځي مهالوېش
د ټېلي ښوونځي مهالوېش

پاکستان وزيراعظم عمران خان په ملک کې د لاک ډاون دوران د ماشومانو د زدکړو لپاره د ټېلي سکول پرانسته وکړه.

د اپريل پر ۱۳ په اسلام اباد کې د ټېلي سکول پرانستې دستورې ته عمران خان وويل، د کورونا وايرس په دې ورځو کې په ملک کې داسې حالات پیدا شوي دي چې دا وخت ټول ماشومان په کورونو کې دي نو له دې موقعې نه د ګټې په پورته کولو سره ماشومانو ته په ښه شان تعليم ورکول کيدې شي، د دې ټېلي سکول نه د لرې پرتو سيمو ماشومانوسره هغه ماشومان چې سکولونو ته نه ځي هغوي به هم تعليم حاصلولی شي سرکاري ټي وي چې دې ټېلي سکول لپاره يو چېنل مختص کړی، پکار ده چې د کورونا وايرس نه وروسته هم دا وچلېږي.

د وفاقي تعليم وزارت ترمخه ټېلي سکول چېنل نن د نهې ورځې نه د سهار له ۸ بجو نه د خپلو خپرونو پرانسته کړیده چې پکې به د اول نه تر دولسم کلاس پورې زده کونکيو ته د هغوي د نصاب مطابق تعليم ورکول کيږي، دې سره هغه ماشومان چې سکولونو ته نه ځي هغوي به هم ترې ګټه پورته کولی شي.

د وزارت ترمخه په ټېلي سکول چينل به هره ورځ د سحر اتوو نه تر ماښام ۶ بجو پورې تعليمي پروګرامونه خپريږي او چينل به د کېبل، سټيلايټ او عامې انټينا د لارې کتل کيدی شي.

په اسلام اباد کې ميشت د تعليمي چارو یو کارپوه عمر اورکزی وايي د حکومت دا يو ښه ګام دی او د دې ګټه به له اسلام اباد سره سره د ملک ښاري سيمو ماشومانو ته رسي خو هغه ماشومان چې کوم په لرې پرتو سيمو کې دي او هلته نه د انټرنېټ سهولت شته او نه د ټي وي نو هغوي ته د دې هېڅ ګټه نشي رسېدلی.

د نوموړي په وينا په پاکستان کې تعليمي نصاب يوشان نه دې د سرکاري سکولونو لپاره يو نصاب دې او د پرايوېټ سکولونو لپاره بل نوحکومت چې به دې چينل د لارې کوم تعليم ورکوي نو هغه به د کوم يوه لپاره وي؟

د ذکر ده چې په پاکستان کې د کورونا وايرس کېسونه مخې ته راتللو وروسته وفاقي او صوبای حکومتونو ټولې تعليمې ادارې د مې تر ۳۱ ڼيتې پورې بندې کړې دي.

XS
SM
MD
LG