د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د کورونا وایرس مخنیوي تګلاره نه لري: اپوزېشن


کراچۍ کې د روغتیا یوه کارمنده د یوه سړي ریکارډ اخلي. ۲۰۲۰، ۷ اپرېل
کراچۍ کې د روغتیا یوه کارمنده د یوه سړي ریکارډ اخلي. ۲۰۲۰، ۷ اپرېل

په پاکستان کې اپوزیشن ګوندونه وايي د کرونا وایرس وبا په صورتحال کې دا ضروري وه چې حکومت د یوې جامع ګډې تګلارې لپاره کوششونه کړي‌ وو او د اپوزیشن د مرستې وړاندیزونو ته یې مثبت ځواب ویلی وی.

د پاکستان پیيپلز ګوند سینیټر بهره مند تنګي د ګل پر ورځ مشال ریډیو ته وویل داسې ښکاري چې حکومت پر خپلو ذمه وارو عمل نه کوي او د وبا د مخنیوي لپاره څه سټراټيژي نه لري.‌

''بلاول بوټو زرداري په خپل بیان کې ویلي چې د دغه مشکل مقابله به موږ هله وکړل شو چې موږ یو قام جوړ شو او یو قام به هله جوړیږي چې وزیراع‍ظم لیډ وکړي خو له بده مرغه وزیراعظم کله په ریلیف باندې سیاست کوي، کله پر ټایګر فورس باندې او نن هم هغه قام تقسیم کړی دی.‌کله د لاک ډاون په شکل کې او کله د ریلیف په شکل کې موږ تقسیم یو. د هغې وجه دا ده چې عمران نن هم د خپلو ذمه دارو نه بې خبر دی. د هغه ټیم، د هغوی بیانونه د دې نشاندهي نه کوي‌ چې دوی خپله ذمه واري محسوس کړی ده او دا کوم افت چې په ټوله نړۍ کې راغلی دی، له هغې نه د خلاصیدو لپاره ورسره څه سټراټیژي شته؟''.

د اپریل پر ۱۳مه د ی وزیر مراد علي شاه په یوه خبري غونډه کې پر وزیراعظم عمران خان غږ وکړ چې د کرونا وایرس مخنیوي‌ لپاره یو قامي‌پلان ته ضرورت دی. مراد علی شاه وویل دا کار په یواځې نه شي کیدای او د ټولو برخه پکې ضروري ده.

د عوامي‌ نشنل ګوند پارلیماني‌مشر سردار حسین بابک مشال ریډيو ته وویل په موجوده حالاتو کې باید حکومت د ټولو سیاسي‌ مشرانو یوه جرګه راغوښتې وی او د مسلې د حل لپاره یې له دوی سره سلا مشوره کړی وی.‌

((موږ دا ګڼو چې دا وخت د تنقید نه دې. خو ظاهره خبره ده نشاندهي به یې کوو.

''پکار خو دا وه چې د ملک وزیراعظم صیب او یا چې کوم د صوبو اعلی وزیران دي‌ د وبا د خوریدو پس وزیراعظم په ملکي‌ سطح د ټولو پارلیماني‌ مشرانو او د پارلیمان نه بهر د سیاسي ګوندونو نماندګانو یوه جرګه شوی وی‌ یوه مشوره شوی وی،‌یوه حکمت عملي‌ جوړه شوی وی او هم دغه کار په صوبو کې شوی وی. بدقسمتي‌دا وشوه چې دې حکومت دغه کار و نه کړ. په دې وخت کې مرستندویه کارونه یوه سنجیدګي او منظمه حکمت عملي‌غواړي‌.‌خو منظمه حکومت عملي‌ د مشاورت پرته نه کیږي.‌هم دغه وجه ده چې تاسو ګورئ چې د مختلفو طرفونو نه نیوکې کیږي او هغه خبرې کیږي‌چې دا وخت پکار نه دي.‌مجبوري‌دا جوړه شوه چې حکومت له هغه سیاسي‌بلوغت نه کار وانه خیستو چې څه پکار وو.‌ په دې وخت کې یو والي‌ته ضرورت دی چې ټول ولس او ټوله نړئ‌ دې ته سنجیده شي چې د دې وبا په شریکه مقابله وکړل شي.''

خو په قامي‌اسمبلئ‌کې د تحریک انصاف غړی جنید اکبر د مخالفو ګوندونو تورونه ردوي او وايي‌ حکومت د خپلو وسایلو نه زیات کوششونه کوي‌

''په دې حالت کې حکومت خپل وس او کوشش کوي‌چې که کریډیټ ځي‌او که نه خو د دې مصیبت په حالت کې ټولو ته مرسته ورسیږي.‌ د نړئ‌غټو طاقتونو چیغې ووهلې نو تاسو ته مالومه ده چې د پاکستان څومره محدود وسایل دي‌او په هغو محدودو وسایلو کې هم هغوی د خپل وس نه ډېر زیات وکړل خو زما په فکر د اپوزیشن نه دا خبره نه هضمیږي چې ولې داسې په شفافه طریقه دا کار کیږي او په حکومت باندې څه تنقید و نه شو چې کرپشن پکې شوی دی‌.‌ اپوزیشن سره بل څه نشته نو وايي چې له موږ سره مشاورت نه دی شوی. د دوی لاسونو خو چا نه دي نیولي. دوی سره خپله سرمایه هم شته او ورکران هم.‌دا یوازې د حکومت مسله نه ده.‌ چې الله مو د دې عذاب نه خلاص کړي نو سیاستي به هم وکړو او حکومتونه هم. که موږ په داسې عذاب کې یو نو زموږ د سیاست هم څه فایده نشته او د حکومت هم څه فایده نشته.''

په پېښور کې خبریال او شنونکی محمود جان بابر وايي د مخالفو ګوندونو پر ځای دا د حکومت ذمه واري جوړیږي چې د مشترکه حکمت عملي‌لپاره ټول سیاسي ګوندونه را یو ځای کړی‌

''دې نه مخکې هم داسې بحرانونو کې به حکومتونو هر څه پریښي وو او ټولې سیاسي‌پارټیانې به یې را یو ځای کړی وی چې یو مشترکه لانحه عمل جوړ کړي او د مسلې حل راوباسي. خو د تحریک انصاف کېس لږ بدل دی. تحریک انصاف هر څه خپله کوي لګیا دې‌،‌هغوی کوشش کوي چې مسله حل کړي‌او داسې ښکاري‌هم. خو دا کوشش یې نه دې کړی چې دا ټولې سیاسي پارټیاني‌له ځان سره یو ځای کړي.‌ د حیرانتیا خبره دا ده چې د کرونا مسلې باوجود حکومت د مخالفو ګوندونو د مشرانو د ګرفتاریانو سلسله جاري و ساتله. زما به فکر دا وخت تر ټولو غټه ذمه واري پر حکومت راځي.‌ د کله نه چې کرونا وایرس راغلی دی تحریک انصاف دا کوشش تر اوسه نه دی کړی چې ټول سیاسي ګوندونه را یو ځای کړي‌ او ورته ووايي‌ چې اول به دا خلک بچ کړو وروسته به بیا سیاست وکړو.''

د نورو اختلافاتو پرته دغو سیاسي مشرانو له مشال ریډيو سره په خبرو کې له دې سره اتفاق وښودلو چې په پاکستان کې دا وخت روغتیايي سهولتونو او د ولس مرستې ته ضرورت دی نو پکار ده چې دا کار له سیاست پرته وشي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG