پاکستان سپريم کورټ د صحت لپاره د وزيراعظم سلاکار ډاکټر ظفر مرزا د خپلۍ څوکۍ نه د لرې کولو حکم ورکړې دې.
نن د ګل په ورځ د کورونا مخنيوي نه متعلق د حکومتي ګامونو په اړه ازخود نوټس کيس اوريدنې پرمهال د سپريم کورټ چيف جسټس ګلزار احمد خان وينا وه عدالت د ظفر مرزا د کارکردګۍ نه مطمين نه دې نو حکومت دې نوموړې د خپلې څوکۍ نه لرې کړي.
د پاکستاني رسنيو ترمخه اوريدنې پرمهال چيف جسټس په حکومتي کارکردګۍ د غصې څرګندونه په کولو سره وويل حکومت د وزيرانو او مشيرانو پوځ ساتلې دې خو تر اوسه يې هيڅ کارکردګي ونه ښودله.
د چيف جسټس وينا وه د ډاکټر ظفر مرزا صلاحيت څه دې؟ نوموړي تر اوسه په عدالتي هداياتو عمل درامد ونکړو نو عدالت يې د کارکردګۍ نه مطمينه نه دې.
د اوريدنې پرمهال د اټارني جنرل خالد جاويد خان وينا وه ظفر مرزا په داسې وخت کې لرې کول به ښه ګام نه وي عدالت دې د نوموړي معامله په حکومت پريږدي.
د ذکر ده چې په ملک کې د کورونا وايرس نه د متاثره کسانو شميره د پنځه زره څلور سوو نه اوړيدلې ده او تردې دمه ترې څلور نوي کسان مړه شوي هم دي.