د پاکستان وزیر اعظم عمران خان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د پرمختیايي هېوادونو کې دې رعایت وشي چې د کورونا ویروس له لاسه د رامنځته شوي لوېدلي اقتصاد په رامنځته شویو ستونزو پروړاندې اغېزمن چلند وشي.
عمران خان په یکشنبه په یوه وېډیويي پیغام کې وویل اندېښمن دی چې په بېوزلو او پرمختیايي هېوادونو کې به خلک د دې ناورین له امله د رامنځته شوې لوږې له لاسه ومري.
هغه زیاته کړه: "د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې په نړیواله کچه دوه تګلارې ګورو. یوه هغه چې په پرمختیللو هېوادونو کې د ټولبنډ له لارې د دې ویروس مخه نیول کېږي او بیا یې وروسته اقتصادي پایلې ځوابېږي او بله هم پرمختیايي هېوادونه دي چې له دې ناورین او ورپسې د رامنځته کېدونکي اقتصادي عواقبو سره مبارزه ده، خو لویه اندېښنه مو دا ده چې خلک له لوږې مري."
پاکستان د نړیوالو پور ورکوونکو څه باندې ۱۰۰ اربه ډالره پوروړی دی او د بجټ لویه برخه یې د پورونو په پرې کولو لګوي.
دغه هېواد له دې سره سره هم تېره اوونۍ د قرنطین په خاطر د بېځایه شویو بېوزلو سره د مرستې لپاره د ۹۰۰ میلیونه ډالرو مرستو یوه مالي بسته ځانګړې کړه.
په پاکستان کې نږدې ۵۴۱۵ کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې تر یکشنبې پورې ۹۵ کسان مړه شوي.
د پاکستانیو چارواکو په وینا، په پاکستان کې تر اوسه له کرونا ویروس څخه ۱۰۲۸ کسان جوړ شوي هم دي.