د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټران د ذهني فشار باوجود په سختو حالاتو کې کار کوي: ډاکټر ثمره


د پيښور روغتون (ارشيف)

د پېښور په خیبر ټیچنګ هسپتال کې ډاکټره ثمره فخر وايي ډاکټران او نوره طبي عمله د ذهني فشار په حالت کې کار ته ورځي خو له خپلې دندې او کاره نه دي په شا شوي.

دوی وايي ډاکټران او روغتیايي عمله په لومړي صف یا فرنټ لاین باندې د کرونا وایرس خلاف هلو ځلو کې بوخت دي نو پکار ده چې د دوی حفاظت ته خاصه پاملرنه وشي.

ډاکټرثمره وايي په هسپتالونو کې د کرونا وایرس خلاف کوششونه روان دي خو په هسپتالونو کې په عادي حالاتو کې هم د سهولتونو کمې وي نو باید ټول د علاج پر ځای له ناروغۍ نه ځان بچ ساتلو ته توجه ورکړي.

له ډاکټر ثمره فخر سره زموږ همکارې ملیحه امیرزاده مرکه کړی دی.

خپرونه لاندې د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.

ډاکټران د ذهني فشار باوجود په سختو حالاتو کې کار کوي: ډاکټر ثمر
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:19:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG