د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس وبا اغېز: پاکستاني عیسویان ایسټر نشي لمانځلی


عیسویان وايي چې ډوډۍ نه لري ایسټر څنګه ولمانځي
عیسویان وايي چې ډوډۍ نه لري ایسټر څنګه ولمانځي

د فرانسې خبري اژانس لیکي، پاکستان کې اوسېدونکي عیسویان د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره شویو اقداماتو زیات ځپلي.

دا هغه کسان دي چې د خاکروب یا صفایۍ دندې لري او یو شمېر یې وايي، له نوټس یا وینا پرته له کاره ایستل شوي دي.

عامر ګېل په اسلام اباد کې یې له یوې شتمنې کورنۍ سره د کور د پاکولو کار کاوه.

دی اوس له کاره ایستل شوی او وايي، هغې کورنۍ نه ورته وار له مخه وینا کړې او نه یې ورته دا ویلي چې په څه تېروتنه یې له کاره باسي.

اژانس وايي، دا یواځې عامر ګېل نه دی، داسې نور ډېر عیسوي لږکیان دي چې د ملک په بیلا بېلو برخو کې د صفایۍ کار کوي، حکومتي مرستو ته لاسرسی نه لري او په اوسني وضعیت کې حیرانه دي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره څه وکړي؟

عامر ګېل د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، پخوا هم خلک نه ورنېږدې کېدل او اوس چې د کورونا وایرس خپور شوی نو خلک فکر کوي چې که دا بېوزله عیسویان کور ته پرېږدي نو ښايي هلته وایرس وروړي.

ایسټر او د عیسویانو مالي مشکلات

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۱۲مه پاکستاني عیسویان هم د ایسټر اختر لمانځي خو نه پوهېږي چې دا ځل به یې ولمانځلای شي او که څنګه؟

عامر ګېل وايي، ماشومان یې ورڅخه نوې جامې او پیزار غواړي خو هغه ورته ویلي چې سږ کال ایسټر نه لري.

له اټکل سره سم، د پاکستان د ټولې ابادۍ دوه سلنه عیسوي لږکیان دي او د ټیټې طبقې خلک ګڼل کېږي.

د فرانسې خبري اژانس لیکي، د پاکستان عیسوۍ کورنۍ د نادارۍ له وجې په ډېرو وړو کورونو کې اوسي چې پکې د دوو یا زیاتو کسانو ترمنځ د ټولنیز واټن ساتل ناشونی دی ځکه چې هغوی اړ دي چې څو کسان په یوه خونه کې و اوسي.

همدا لامل دی چې د عیسویانو په خامو ابادیو کې د وایرس د خپرېدو وېره ده.

له کورونا وایرسه څنګه ځان ساتلای شو؟

له کورونا وایرسه څنګه ځان ساتلای شو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:40 0:00

یو بل عیسوي هارون اشرف اژانس ته ویلي چې پخوا به یې ایسټر د خوشالۍ ورځ وه خو د کورونا وایرس وبا ورڅخه هغه یو کپ (ګوله، مړۍ) ډوډۍ هم واخیسته چې پخوا به وررسېده.

اشرف هم په یوه رستوران کې کار کاوه خو تر تړل کېدو وروسته یې په کور ناست دی.

اژانس لیکي، نوموړی له خپل ورور سره د دوو کوټو په یوه اپارتمان کې اوسي، ورور یې هم اوس دنده نه لري او دواړو ته د اووه کسانو کورنۍ ور په غاړه دي.

اژانس لیکي، اشرف هیله لرله چې د حکومتي مرستې لپاره به درخواست جمع کړي خو دا چې لیک لوست نشي کولای، له هغې هم بې برخې پاتې شوی.

د شارون شکیل لپاره هم دا ورځې ډېرې سختې دي، د هغه پلار هم په وروستیو کې ومړ.

هغه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، له یوې خوا دا غم وو چې پلار یې مړ شو، له بلې خوا یې دنده له لاسه ورکړې او هغه حیران دی چې د پلار د تدفین د مراسمو پور به څنګه پرې کوي نو په داسې حالاتو کې به ایسټر څنګه ولمانځي چې په کور کې یې خوراکي توکي هم په ختمېد دي.

د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د جنوبي اسیا لپاره د مشر مرستیال عمر وړایچ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، عیسوۍ کورنۍ چې وار له مخه بېوزله دي، له داسې حالت سره باید مخامخ نشي چې یا لوږه قبوله کړي یا ناروغه شي.

ذ فرانسې خبري اژانس لیکي، د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټولبند دا ناشونې کړې چې دا ځل به په کلیساګانو کې د ایسټر غونډې وشي خو عیسویان د موبایل ټېلېفون انټرنېټ او یا د خپلو کورونو د بامونو پر سر د دودونو ترسره کولو هڅه کولای شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG