د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په پښتنه سیمه کې د کورونا مخنیوي لپاره څه شوي‌ دي؟


په لورالايي‌ کې د کورونا وایرس معاینه کېږي‌

پراګ - د بلوچستان له خیبر پښتونخوا او پنجاب سره نښلوونکو ضلعو ږوب او لورالايي‌ چارواکي پخلی کوي‌ چې د دوي‌ د سیمو هم تر اوسه لږ تر لږه نهه تنه په کورونا وایرس اخته شوي دي.

په لورالايي‌ کې د کورونا وایرس په اړه د صحت محکمې ویاند ډاکټر منیر اقبال د اپرېل پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې د لورالايي‌ کسان بهر په کورونا وایرس اخته دي‌ خو ضلعې ته نه دي وروړل شوي.

ده وویل ، ''دا خبره رښتیا ده چې په لورالايي‌ کې د کورونا وایرس ناروغان شته خو دا هغه کسان دي چې د روزګار په سلسله کې نورو ښارونو ته تللي‌ وو او هلته په دې ناروغۍ اخته شوي‌ دي‌ خو دوي‌ هم هلته ساتل شوي دي. په دوي‌ کې یو په اسلام اباد کې دی ، څلور ، پنځه په کوټه کې دي‌ او دوه د خیبر پښتونخوا په لکي‌ مروت کې دي."

د ږوب د سیول هسپتال مشر ډاکټر هادي کبزي مشال راډیو ته وویل چې دوي‌ تر اوسه په یو کس کې د کورونا وایرس پخلی کړی دی او د بل یې ټسټونه کړي‌ دي‌ خو نتیجه یې لا نده راغلې.

ډاکټر هادي‌ کبزي‌ وویل ، "له بده مرغه ږوب هم اوس په هغو ښارونو کې شامل دی چې د کورونا وایرس ناروغان پکې شته. زموږ یو ځوان چې کوټې ته تللی وو او څو ورځې وړاندې یې موږ ټیسټونه کړي‌ وو او په هغه کې پخلی شوی وو چې دی په کورونا وایرس اخته دی. موږ دی یوازې ساتلی وو او د یوه بل مشکوک کس ټسټونه هم کړي‌ دي‌ خو تر اوسه یې لا نتیجه نده راغلې."

ډاکټر منیر اقبال وویل چې د لورالايي‌ هسپتال ته یوازې د دې ضلعې نه بلکې د نورو ضلعو او هلته د افغان کډوالو له کېمپونو هم په لوی شمېر خلک ورځي.

ده وویل چې پر دې ټول بوج سربېره یې د کورونا وایرس لپاره پوره تیاري کړې ده.

ده زیاته کړه ، "د لورالايي په هسپتال کې موږ یو داسې ځای جوړ کړی دی چې خلک پکې یوازې ساتل کېږي‌ او دویم مو داسې نظام برابر کړی دی چې د ډاکټر او ناروغ ترمنځ به ښېښه وي او ډاکټر به پر انټرکام له ناورغ سره خبرې کوي‌ چې ډاکټرانو او د صحت کارکوونکو ته وایرس ونه لګېږي. د دې تر څنګه مو یو قرنطین مرکز په تحصیل مېختر کې جوړ کړی دی او دوه مو په لورالايي‌ ښار کې جوړ کړي دي."

ډاکټر هادي‌ کبزي وویل چې یوازې د ټیسټ نتیجه معلومولو وسایل ورسره نشته نور د ږوب په سېول روغتون کې د کورونا وایرس لپاره ټولې اسانتیاوې موجودې دي.

نوموړي‌ وویل ، "څه وخت وړاندې مو څه ستونزې درلودې خو اوس مو هرڅه برابر کړي‌ دي‌ ، زموږ له کارکوونکو سره هرڅه شته ، په روغتون او د ناروغان یوازې ساتلو وارډ کې ټول لازم وسایل شته ، خو یوازې دا اسانتیا راسره نشته چې د یو ناروغ ټسټ وکړو او نتیجه یې معلومه کړو نو ځکه مجبور یو چې نمونې واخلې او بیا یې کوټې ته ولېږو."

پر ږوب او لورلايي‌ دوې لویې لارې تېرېږي. د لورالايي‌ هغه د پنجاب صوبې ډېره غازیخان او د ږوب هغه د خیبر پښتونخوا ډېره اسماعیل خان ته ځي.

د لورالايي‌ ډپټي کمشنر اسد کاکړ مشال راډیو ته وویل چې د صوبايي‌ حکومت له احکاماتو سره سم یې په ښار او پنجاب ته پر تلونکې لاره پوره اقدامات کړي دي.

اسد کاکړ وویل چې د عام ولس د پوهولو لپاره په موټر کې په لاوډسپیرکرو کې ، پر ځايي‌ راډیو په اعلانونو کې او هم کور پر کور په ګرځېدولو کې خلکو ته د کورنا وایرس او له هغه څخه د ځان ساتلو لپاره معلومات ورکوي.

ده وویل ، "لورلايي‌ د ټرېفیک په حواله یو مرکز دی نو د نور ملک په څېر دلته هم د ضلعو او صوبو ترمنځ ټریفیک بند دی. یوازې د سامان وړونکو لاریو تګ راتګ روان دی خو مسافر وړونکي‌ ټرانسپورت بند دی نو ځکه ورسره دا امکان هم ډېر کم دی چې یا دې له بلې سیمې د کورونا وایرس ناروغ دلته راشي او یا دې له دې ځایه لاړ شي."

د ږوب مرستیال کمشنر محمد عارف کاکړ هم مشال راډیو ته وویل چې د ږوب او ډېره اسماعیل خان پر پوله د هر اوښونکي‌ معاینه یا سکرېننګ کوي.

ده وویل ، "له ډېره اسماعیل خان څخه چې هر څوک راځي‌ د هغه معاینه کوو ، که په چا کې د کورونا وایرس اثار وي‌ نو هم هلته اېمبولنس ولاړ وي په هغه کې یې ږوب ته راوړو او هلته مو ورته دوه د یوازیتوب مرکزونه او دوه قرنطین مرکزونه جوړ کړي‌ دي."

محمد عارف کاکړ وویل چې پر دې څلور واړه مرکزونو د صحت او امنیت څانګې کارکوونکي‌ شپه او ورځ موجودي دي.

د لورلايي‌ یو خبریال پیر محمد کاکړ وايي‌ ، حکومت هڅه کوي‌ چې خلک په کورونو کې وساتي‌ خو خلک هغسې احتیاط نه کوي‌ لکه څنګه چې په کار دی.

ده وویل ، "دلته په بازارونو کې د خوراک څښاک او دوايانو له دوکانو پرته نور هرڅه بندي ، خلک په کورونو کې تنګ دي‌ د وخت تېرولو لپاره د سیل ځایونو ته ځي خو حکومت ورپسې ورځي‌ او موټرونه ورڅخه نیسي."

د بلوچستان له حکومتي شمېرو سره سم د اپرېل تر ۱۰مې په صوبه کې ۲۲۰ کسان په کورونا اخته شوي چې تر اوسه ۸۹ کسان ورڅخه جوړ شوي‌ او دوه مړه شوي‌ دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG