د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملتان کې د مرستو وېشلو مرکز کې له ټېله ماټېله یو ښځه مړه، ۲۰ ژوبلې


حیدراباد کې د مرستو وېشلو بهیر. ۰۹، ۲۰۲۰
حیدراباد کې د مرستو وېشلو بهیر. ۰۹، ۲۰۲۰

د پنجاب صوبې په ملتان ښار کې د حکومتي مرستې لپاره ورغلې يوه ښځه مړه شوې او ۲۰ نورې ژوبل شوي دي.

پېښه نن [د اپريل پر ۱۰م] هله وشوه کله چې دغه ښځې د هغه مرکز مخې ته ولاړې وې چې د حکومت لخوا يې په بېوزله کورنيو کې نغدي مرستې وېشلې.

عيني شاهدان وايي چې دغه پېښه د ټېل ماټېل له کبله رامنځ ته شوه خو ځايي پوليس بيا وايي چې د مرستې وېشلو مرکز په دروازه کې پر يوې ۷۰ کلنې ښځې لومړی د زړه حمله وشوه او بيا وروسته روغتون ته ورسول شوه چې هلته يې ساه ورکړه.

د ژغورنې ډلې ۱۱۲۲ وياند رسنيو ته ويلي چې په قاسم پور کالوني کې يې تر دې پېښې وروسته ياد مرکز تړلی او ټولې ژوبلې يې روغتون ته رسولي دي.

د پاکستان د مرکزي حکومت لخوا تر ((احساس پروګرام)) لاندې له پرونه [د اپريل نهمه] بېوزله او حقداره کورنيو ته د نغدي مرستو ورکولو لړۍ پيل شوه. د هېواد وزيراعظم عمران خان د اپريل پر اتمه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال ويلي و چې په راتلونکو دوه نيمو اونيو کې به په ټول هېواد کې ۱۴۴ اربه روپۍ يو کروړ ۲۰ لکه کورنيو ته ورکوي.

د خبرې غونډې پر مهال په ټولنيزو چارو او غربت کې د کموالي لپاره د وزيراعظم سلاکارې ډاکټر ثانيه نشتر وويل چې تر احساس پرګرام لاندې د دوی لخوا پر ورکړل شوې ټليفون شمېرې ۸۱۷۱ باندې دوی درې کروړه پنځه لکه ټليفوني پيغامونه تر لاسه کړي دي. د هغې په وينا تر بايو مېټريک تصديق وروسته به يو کروړ ۲۰ لکه حقداره کورنيو ته ۱۲، ۱۲ زره روپۍ ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG