د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان ته به د خوراکي توکو لړۍ جاري ساتو: عمران خان


د پاکستان وزيراعظم ويلي چې بلوچستان صوبې ته به د خوراکي توکو لېږلو لړۍ جاري ساتي.

عمران خان دا خبره پرون [د اپريل پر نهمه] د کوټې د دورې پر مهال وکړه او زياته يې کړه چې د کورونا وايرس مخنيوی په يواځې سر نه خو مرکزي حکومت کولای شي او نه يې هم صوبايي حکومتونه کولای شي.

نوموړي زياته کړه چې پر کرهڼه او خوراکي شیانو باندې د بلوچستان خلکو ته رعایت ورکول هم د مرکزي حکومت په پلان کي شامل دي.

عمران خان زیاته کړه چې د اپریل پر ۱۴مه نېټه به د صوبو لخوا مرکز ته تر راپور ورکولو وروسته پرېکړه کوي چې په هېواد کې د کولپي یا ټولبند لړۍ پرمخ وغځوي او که نه په ځېنو څانګو کې نرمي وکړي.

په پاکستان کې د اپريل تر ۱۰مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۴۶۹۸ ته رسېدلی دی. بلخوا په دې هېواد کې د دې وايرس له امله ۶۸ کسان مړه شوي او ۷۲۷ بېرته رغېدلي هم دي.

د پاکستان د روغتيا چارواکو په وينا، په پنجاب صوبه کې په ۲۲۷۹، په سيند کې ۱۲۱۴، په خيبر پښتونخوا کې ۶۲۰، په بلوچستان کې ۲۱۹، په اسلام اباد کې ۱۱۸، په ګلګت بلتستان کې ۲۱۵ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۳۳ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی. تر دې دمه په نړۍ کې تر ۱۶ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي او تر ۹۵ زره زيات ورڅخه مړه شوي هم دي. بلخوا له دې ناروغۍ څه باندې درې لکه ۵۷ زره کسان رغېدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG