د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني سرکار بې وزله کورنیو ته ۱۲ زره روپۍ مرسته اعلان کړه


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي دي نن د زيارت له ورځې به تر احساس پروګرام لاندې د ملک يو کروړ ۲۰ لکه غريبو کورنيو ته ۱۲ زره روپۍ امدادي رقم ورکول شورو کړي.

دا څرګندونې نوموړي د اپريل پر ۸مه د کورونا وايرس په باب د قامي رابطه کمېټۍ غونډې وروسته وکړې.

د وزیر اعظم وينا وه په ټول ملک کې داسې ۱۷ زره ځايونه جوړ کړې شوي دي چرته نه چې به خلک کولې شي دا امدادي رقم ترلاسه کړي او راتلونکې دوه دوه نيمو اونيو کې به دې ټولو کورنيو ته ۱۴۴ اربه روپۍ امدادي رقم ورکوو.

د نوموړي وينا وه دې پروګرام دوران موږ ته به مشکلات هم رامخې ته کيږي ځکه چې د پاکستان په تاريخ کې په ړومبي ځل دومره لوی پروګرام شورو کيدونکې دې که څه هم مشکلات رامخې ته کېدل نو زموږ ټيمونه به يې د فوري حل کولو کوښښ کوي.

د ذکر ده چې وزيراعظم عمران خان تيره مياشت په دياړۍ مزدورانو او غريبو خلکو لپاره ۲۰۰ اربه روپو امدادي پيکج اعلان کړی وو چې ترمخه به هرې کورنۍ ته د راتلونکو څلورو مياشتو لپاره دولس زره روپۍ په يوځای ورکوي يانې يوې مياشتې لپاره صرف درې زره روپۍ.

د وزيراعظم لخوا اعلان کړې شوي دې امدادي رقم په هکله په اسلام اباد کې په دياړۍ مزدوران او غريب خلک وايي حکومت ډير کم رقم ټاکلی دې په ۱۲ زره روپۍ خو د يوې مياشتې راشن نه کيږي نو پاتې درې مياشتې به څنګه تيروي.

د مردان اختر حسين وايي د تيرو شاو خوا دريو اونيو راهيسې يې مزدوري نه ده کړې ځکه چې کورونا وايرس لوجې يې کارونه په ټپه ودريدلي دي او په داسې حال کې حکومت صرف د دوي لپاره د ۱۲ زره روپو امداد اعلان وکړو.

د نوموړي په وينا په دې دومره لګو پيسو خو يوه مياشت تيرول مشکل دي ځکه چې اسلام اباد سره سره په کلي کې د بچو خرچې هم پوره کول وي.

د پنجاب د سيالکوټ يو اوسيدونکې سجاد احمد چې اسلام اباد کې مزدوري کوي وايي په ۱۲ زره روپو به دوي څنګه څلور مياشتې تيروي په دې دومره ګرانۍ کې په ۱۲ زره خو ډير په مشکل سره يوه مياشت تيريدې شي نو پاتې درې مياشتې به څه کوي حکومت له پکار دي چې د نقد امداد سره سره که دوي له راشن هم ورکړي نو بيا ترڅه حده په دې پيسو ګزاره کېدای شي.

د ذکر ده چې په پاکستان کې د کورونا وايرس خوريدو مخنيوي لپاره د تيرو شاو خوا ۳ اونيو راهيسې کولپي لګولې او د ملک څلور واڼو صوبو، ګلګت بلتستان، پاکستان تر انتظام لاندې کشمير او اسلام اباد کې ټول بازارونه، پارکونه، تفريحي ځايونه او اډې په مکمله توګه بندې دي او ورسره حکومت خلکو ته خواست کړې چې بې له اړتیا له کورونو مه وځئ.

XS
SM
MD
LG