د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا سره د سيند صوبې د فعالې مبارزې راز څه دی؟


کراچي: د کورونا وایرس معلومولو لپاره په موټرو کې د خلکو ټيسټ کېږي
کراچي: د کورونا وایرس معلومولو لپاره په موټرو کې د خلکو ټيسټ کېږي

په پاکستان کې د کورونا وایرس مريضان ورځ‌تربلې زیاتېږي. هرې صوبې د دې وایرس د مخنيوي لپاره ګامونه اخیستي دي خو په دوی کې د سيند صوبې کار تر نورو ډېر روښانه ښکاري.

په پاکستان کې د سيند صوبې حکومت وايي د وزيراعلی مرادعلي شاه په مشرۍ د کورونا وایرس لپاره جوړ کړی يو بااختياره ټاسک فورس یې د عامه پوهاوي کمپاين،‌ د مريضانو علاج، ولس ته په وخت د معلوماتو رسولو او ډاکټرانو لپاره ضروري سامانانو برابرولو ته خاصه پاملرنه کوي.‌

د حکمران، پيپلز پارټۍ يوې سياستوالې، شرمیلا فاروقي د اپرېل په اتمه مشال راډيو ته وويل چې دغه کارونه یې د کورونا وایرس سره په جنګ کې، د پاکستان له نورو دريوو صوبو مخکې کوي.‌

په پاکستان کې سيند لومړۍ صوبه وه چې د کورونا وایرس مخنيوي لپاره یې خلک په کورونو کښېنول او پر خلکو د قانون عملي کولو لپاره یې له وفاقي‌حکومته د پوځ مرسته وغوښته. بلوچستان او پنجاب تر دې دوه هفتې وروسته دا مرسته وغوښته

د هغې په وېنا له پېل څخه یې حکومت کوښښ‌ کړی چې په کورونا وایرس د سترګو پټولو پر ځای د هغه سره مقابله وکړي. ((د سيند صوبې وزيراعلی د کورونا وایرس انتظار ونه کړ بلکې پخپله یې مقابلې ته ورووت.‌ کله چې د فرورۍ په ۲۶مه په سيند صوبه کې د کورونا وایرس لومړۍ مثبته پېښه مخې ته راغله نو په سبا یې وزیراعلی د سرکاري او لويو غېرسرکاري ادارې يوه غونډه وکړه. د متخصصینو سره یې مشورې وکړي.))

هغې زياته کړه: ((لومړی کار چې موږ وکړ هغه د ښوونځيوو بندول وو. دوهم لوی کار د کورونا وایرس د طبي معاینې يا ټيسټونو وړتيا زياتول وو. بيا مو رستورانونه او مارکيټونه بند کړل. د دې تر څنګ مو په څو ژبو د عامه پوهاوي پېغامونو خپرولو ته زور ورکړ. نورو صوبو هم زموږ نقل کاوه چې بده خبره نه ده.))

د بېلابېلو صحي ادارو تر مخه د اپرېل تر اتمې پورې په پاکستان کې په کورونا اخته کسان ۴۱۹۴ دي.

شرميلا فاروقي زياتوي چې په سيند کې د دوی د پيپلز پارټي حکومت فېصلې په لومړي سر کې ډېرو خلکو ته سختې ښکارېدې خو اوس پوهېږي چې د خلکو د ژغورنې لپاره ضرور وي. ((موږ ټول بندیز يا لاک ډاون وکړ چې وزیراعظم عمران خان صېب یې اوس هم کول نه غواړي او په دې توګه د خلکو د ذهنونو مغشوشول يا کنفیوژن جوړول یې روان ساتلي‌دي. يوه خبره به زه بله هم زیاته کړم چې د دې هر څه سره سره موږ د غریبو او بې روزګاره شوو خلکو سره د خوراکي موادو او مالي مرستو ته دوام ورکړی دی. موږ به دا تر خپلې وسې پورې جاري ساتو.))

شرميلا فاروقي: زموږ پرېکړې سختې دي خو ډاډه یم چې د ډېرو خلکو ژوند یې ژغورلی
شرميلا فاروقي: زموږ پرېکړې سختې دي خو ډاډه یم چې د ډېرو خلکو ژوند یې ژغورلی

د بېلابېلو صحي ادارو تر مخه د اپرېل تر اتمې پورې په پاکستان کې په کورونا اخته کسان ۴۱۹۴ دي.

  • په پنجاب کې ۲۱۰۸
  • په سيند صوبه ۱۰۳۶
  • په خېبر پښتونخوا کې ۵۲۷
  • په بلوچستان کې ۲۱۰
  • په اسلام اباد کې ۸۳
  • په ګلګت بلستان کې ۲۱۱
  • د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې ۱۹
  • مړه شوي:‌ ۶۰
  • رغېدلي: ۴۶۷

په پاکستان کې د کورونا وایرس له هغو زایرینو خپور شو چې ګاونډي ایران ته د زیارت لپاره تللي وو. دوی د بلوچستان له لارې ايران ته ورغلي وو او د راستنېدو سره په تفتان کې په قرنطین کمپ کې ساتل کېدل. خو دغلته د سهولتونو او طبي معاینې نشتوالي له وجې په دوی کې ځينو خلکو د قرنطين تر ۱۴ ورځو وروسته دا وایرس خپلو خپلو صوبو ته ويوړ.

يوازينئ سيند صوبه داسې وه چې له ايران او بيا د تفتان قرنطين کمپ څخه ورغلي خلک یې بيا د دوو هفتو لپاره قرنطين وساتل. په کراچۍ کې خبريال نعمت خان وايي پولیسو د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره دا خلک تر کورونو تعقیب کړل.

د سيند صوبې تر ټولو لويه پرېکړه هغه وه چې نورې صوبې یې له کولو ويريدلې. دا پرېکړه په جوماتونو کې جمعې د لمانځه په وخت د خلکو شمېر محدودول وو. حکومت وويل چې يوازې پينځه کسان په يو وخت د لمونځ کولو اجازه لري.
خبریال نعمت خان

اوسمهال په پاکستان په کورونا وايرس تر ټولو ډېر اخته کسان په پنجاب کې دي.

د فرورۍ په وروستيوو کې دا شمېر په سيند صوبه کې ډېرو وو.‌ خبريال نعمت خان وايي د دې وجه دا وه چې يو سيند حکومت په ډېر شمېر کې د کورونا وایرس طبي معاينې ټيسټونه کول پېل کړل او بل یې له مطبوعاتو کره معلومات نه پټول.

د نعمت په خبره رسنیوو ته د سمو معلوماتو له وجې خلک د سيند حکومت له فعاليت خبرېدل او د کورونا وایرس د خطر احساس ورته کېده چې په دې صوبه کې یې د دې وایرس خلاف مبارزه تر نورو ځايونو اسانه کړه.

د نوموړي په خبره همداراز جوماتونو ته د خلکو تګ محدودول ځکه لويه پرېکړه وه چې مذهبي حساسيت یې درلود. هغه زياته کړه: ((حکومت خلکو ته وويل چې ستاسو د ژوند لپاره ضروري ده چې جومات ته يوازې پينځه پينځه کسان ورشي. په ځينو ځايونو کې په لومړي سر کې له دې پرېکړې سرغړونې وشوې خو وروسته یې بيا عملي‌کېدل پېل شول.))

کراچۍ: په موټر کې ناست د کورونا وايرس معاينه وکړئ (ويډيو)

کراچۍ: په موټر کې ناست د کورونا وايرس معاينه وکړئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:09 0:00

XS
SM
MD
LG