د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس وژلو کسانو کورنۍ وايي‌ خلک دې ډېر احتیاط کوي‌


د کورونا وایرس په اړه یو عکس
د کورونا وایرس په اړه یو عکس

پراګ - په نړۍ کې د کورونا وایرس په اړه د معلومات خپرونکي امریکايي‌ جانز هاپکینز پوهتون د شمېرو له مخې ، د اپرېل تر ۷مې ناوخته ، یاد وایرس په پاکستان کې ۵۶ او په افغانستان کې ۱۴ کسان وژلي وو.

په دې کسانو کې د خیبر پښتونخوا د سوات خالد خان او د افغانستان د کونړ ولایت ډاکټر حنیف الله هم شامل دي.

د سوات د ۶۳ کلن خالد خان زوي عامر زېب بېګا مشال راډ‌یو ته وویل چې پلار یې د پنجاب په رایونډ کې ناروغه شوی وو او بیا کور ته ستون شوی وو.

ده وویل چې پلار یې یوه شپه په کور کې تېره کړې وه او د کور کسان ته به یې ویل چې ده ته نژدې نه ورځي.

عامر زیب وویل چې په سبا یې پلار روغتون ته بیولی وو او هم هلته ډاکټرانو ساتلی وو.

د ده په وینا د کورنۍ د غړو شوي د کورونا وایرس ټیسټونه ټول منفي راغلي دي.

ده وویل ، ‍" غم دی خدای دې پر هیچا هم نه راولي او خدای دې زموږ ملک او ټولو ملکونو ته خیر کړی. دا ناروغي ده او له یو څخه بل ته لګېږي نو په کار ده چې ټول خلک احتیاط وکړي."

د اپرېل تر اوومې د خیبر پښتونخوا په سوات کې د خالد خان په ګډون لږ تر لږه درې تنه د کورونا وایرس له کبله مړه شوي وو.

یاد وایرس د پاکستان په څېر په افغانستان کې هم یو شمېر کسان وژلي او په لسګونه یې ناروغه کړي دي.

په افغانستان کې د کورونا وایرس له کبله په مړو شوو کې ډاکټر حنیف الله هم شامل دی.

د ده زوي عتیق الله بېګا مشال راډیو ته وویل چې ۴۵ کلن پلار ته یې دا وایرس هغه مهال لګېدلی وو چې د نورو کسانو علاج به یې کاوی.

عتیق الله وویل چې کوم خلک د کورونا وایرس ته پام نه کوي‌ هغوي‌ نه یوازې د ځان بلکې د نورو خلکو ژوند ته خطر پېښوي.

ده وویل چې که څه هم دوي‌ تر اوسه ټول روغ جوړ دي‌ خو له حکومت څځه خواست کوي‌ چې د دوي ټیسټونه ژر تر ژره وکړي.

ده زیاته کړه چې ،"موږ د کابل په پنځمه ناحیه کې ژوند کوو ، پر ټولو هیوادوالو غږ کوو چې دا یو ناروغي ده او علاج یې هم دا دی چې په کورونو کې پاتې شي."

د پاکستان او افغانستان حکومتونو پر ولس غږ کړی دی چې د کورونا وایرس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره دې بې له ډېر ضرورته له کوره نه وځي او که وځي‌ هم نو دې دې د ګڼې ګوڼې یا هغ ځای ته نه ځي چې ډېر خلک وي ، ماسکونه دې استعمالوي ، له یو بل څخه دې لرې اوسي‌ او هم دې بیا بیا په تودو اوبو لاسونه منځي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG