د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیر اعظم په وفاقي کابينه کې وزارتونه اړولي


وزیر اعظم عمران خان
وزیر اعظم عمران خان

په پاکستان کې د اوړو او بورې بحران په هکله تحقيقاتي راپور مخې ته راتللو ۲ ورځې وروسته په وفاقي کابينه کې ردوبدل کړې شوې دې او وزيراعظم عمران خان د ځينې وزيرانو وزارتونه بدلولو سره خپل يو سلاکار او د خوراک د خونديتوب سيکتر د عهدو نه هم لرې کړي دي.

وزيراعظم عمران خان د اپريل په ۶مه په خپل ټويټر پاڼه ليکلي دي د خوراک د خونديتوب وفاقي وزير خسرو بختيار يې د خپل وزارت نه لرې کولو وروسته نوموړي يې د اقتصادي چارو وفاقي وزير وټاکو او د خسرو بختيار وزارت يې د کشمير کمېټۍ چيرمېن سيد فخر امام ته ورکړو. دا شان د اقتصادي چارو پخوانې وزير حماد اظهر يې د صنعت وزير وټاکلو.

د وزيراعظم په وينا چې خپل سلاکار ارباب شهزاد يې له څوکۍ لیرې کړی او بابر اعوان يې د پارليماني چارو لپاره خپل مشير وټاکلو او د اعظم سواتي وزارت يې هم بدل کړی او هغه يې د نارکوټکس کنټرول وزير ټاکلی دی.

دا بدلونونه له هغې وروسته شوي دي چې د تېر خالي په ورځ د پاکستان وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي اې) په خپل خپور کړي راپور کې ويلي دي چې په دې وروستيو کې په ملک کې د اوړو او بورې بحران له کبله د نورو کمپنيو ترڅنګ د تحريک انصاف مخکښ جهانګير ترين، د وفاقي وزير خسرو بختيار ورور او د پنجاب اسمبلۍ سپيکر چوهدري پرويز الهې زوي مونس الهي کمپنيو ته ګټه رسيدلې ده.

د سیاسي چارو پوه قريش خټک وايي د اوړو او چينۍ بحران په اړه دا رپورټ د حکومت خرابه کارکردګي په ډاګه کوي نو وزيراعظم په کابينه کې له بدلونونو سره په راتلونکي وخت کې به د ځينو کسانو پرضد کارروايي هم کوي چې خپل حکومت بچ کولو سره دا معامله هم هواره کړي.

د وزيراعظم لخوا په کابينه کې په کړې شوو بدلونو اپوزيشن ګوندونو هم نيوکې کړي دي او وايي چې په دې بدلونونو له لارې وزيراعظم د ولس پام اړول غواړي.

د مسلم ليګ ن وياندې مريم اورنګزيب د ګل په ماښام په خپل يو بيان کې وېلي دي پکار خو دا وه چې وزيراعظم د هغه ټولو کسانو پرضد ګامونه پورته کړي وی چې په ملک کې د اوړو او چينۍ د بحران ذمه وار وو خو وزيراعظم د څه کارروايي کولو پرځايې صرف دهغوي وزارتونه بدل کړل.

خو د اطلاعاتو لپاره د وزيراعظم سلاکاري فردوس عاشق په اسلام اباد کې رسنيو ته وويل اوړو او بورې د بيو په اړه د فرانزک اډټ نتيجه به د اپريل په ۲۵ مه په ډاګه شي او د هغه رپورټ په رڼا کې به وزيراعظم د هغو کسانو خلاف کارروايي کوي چې په دې کې ککړ ول.

د نوموړې په وينا د ګل په ورځ خسرو بختيار د وزيراعظم عمران خان سره ملاقات کې خواست وکړو چې د وزارت نه دې لرې کړي خو وزيراعظم يې صرف وزارت بدل کړو.

د روان کال په جنورۍ مياشت کې په ملک کې اول د اوړو او وروسته د چينۍ بحران رامخې ته شو چې لوجې نه صرف د اوړو يو کلو نرخ اويا روپو ته ورسيدو بلکه چيني نرخ کې هم اضافه وشوه دې سره سره عام اولس يې ترلاسه کولو کې هم د مشکلاتو سره مخ وو.

XS
SM
MD
LG