د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغان حکومت سره په غونډو کې برخه نه‌ اخلو: طالبان


په قطر کې طالب پلاوي
په قطر کې طالب پلاوي

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وايي، د دوى تخنيکي ډله سر له ننه (اووم اپرېل) د بنديانو تبادلې په اړه په غونډو کې برخه نه‌ اخلي.

د دغه دفتر وياند سهيل شاهين د اپرېل پر شپږمه شپه په ټويټر کې ليکلي، د بنديانو خلاصون تر اوسه په يوه او بله پلمه ځنډول شوى دى.

د شاهين په خبره دوى خپله تخنيکي ډله د بنديانو د تصديق او تثبیت لپاره کابل ته لېږلې وه چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوې هوکړې له مخې د بنديانو خلاصون پيل شي.

طالبانو د افغان حکومت لخوا د بنديانو خوشې کېدو د څارنې لپاره خپله درې کسيزه ډله تېره سې شنبه کابل ته ولېږله.

بله‌ خوا د افغانستان سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئيس عبدالمتين بېک د اپرېل پر پشږمه په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، د طالب بنديانو خوشې کېدل ځکه ځنډېدلي چې طالبان د هغو کسانو خوشې کېدل هم غواړي چې په بشر ضد جنايتونو تورن دي.

هغه زیاته کړه: "د طالبانو جنایتونه تر اوسه هم روان دي. له ځوانانو او سپینږیرو څخه‌ یې چې دولتي کارکوونکي هم نه‌ وو، سرونه پرې کړل. د امریکا او طالبانو په هوکړه کې لیکل شوي، څو ۵۰۰۰ طالب زندانیان له بنده ازاد شي، خو دا په‌ کې نه‌ دي لیکل شوي چې احمد او که محمود. په دې شمېر کې ځیني په لویو بریدونو او بشر ضد جنیاتونو کې ښکېل دي. دوی همدا ډول د خپلو ۱۵ قوماندانانو د ازادېدو غوښتنه کوي، ټینګار هم یو حد لري، له دې زیاد هېڅ د زغم وړ نه‌ دي. ایا پرې یې ږدو چې ولاړ شي او د جګړې میدانونه تاوده کړي."

خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، هغه ۱۵ تنه چې دوی یې اوس د خوشې کېدو غوښتنه کړې، د همدغو ۵۰۰۰ بنديانو له فهرسته ټاکل شوي دي.

تر دې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني یوه سلاکار وحید عمر ویلي وو، تر هغو چې طالبان د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه تضمین ورنه‌کړي، طالب بندیان به خوشې نه‌ شي.

هغې هوکړې له مخې چې د فبرورۍ پر ٢٩مه په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ لاسليک شوې، ويل کېږي حکومت ٥٠٠٠ طالب بنديان او طالبان به په بدل کې ١٠٠٠ تنه حکومت پلوه بنديان خوشې کوي.

له کله چې په ٢٠٠١م کال کې د امريکا په رهبرۍ د نړيوال ایتلاف لخوا د طالبانو رژيم نسکور شوى، دا اول وار دى چې د طالبانو يو پلاوی کابل ته رسمي سفر کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG