د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم او چمن لارې پرانېستل شوې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د اپریل د شپږمې نېټې پر سهار د تورخم او چمن لارې، پرانېستل شوې. د افغانستان او پاکستان چارواکي وايي، دا ګام د هغو خلکو د سهولت لپاره اخېستل شوی چې په کوټه او پېښور کې بند پاتې ول.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له اعلان سره سم، دواړه لارې به د اپریل تر نهمې پرانېستې وي.

په تورخم کې د مشال راډیو خبریال وايي، د لارې د خلاصېدو سره سم، په زیات شمېر کې خلک لیدل کېږي چې د افغانستان لوري ته روان دي، خو د افغانستان له غاړې چاته اجازه نه ورکول کېږي چې پاکستان ته ورواوړي.

په تورخم کې د افغانستان لوري ته تر اوړېدو وړاندې د مساپرو صحي معاینه یا سکریننګ هم ترسره کېږي.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په کوټه کې د مشال راډیو خبریال وايي، په چمن کې د هغو کسانو لپاره قرنطین مرکز جوړ کړل شوی کوم چې به له افغانستانه پاکستان ته اوړي. هغوی به هلته تر ۱۴ ورځو ساتل کېږي.

پاکستان د مارچ په شپاړسمه تورخم او د مارچ په دوهمه د چمن لاره د تګ راتګ لپاره بنده کړې وه چې له امله یې په دواړو سیمو کې زرګونه کسان ایسار پاتې شوي ول.

د لارو د بندښت اصلي علت د کرونا وایرس د خپرېدو مخنیوی یاد شوی وو.

بل پلو افغانستان وايي، له پاکستانه اوړیدونکې ټول افغانان به په تورخم کې قرنطین کېږي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د اپریل پر پنځمه نېټه وویل چې د تورخم له لارې افغانستان ته ټول ورتلونکي مسافر به له ۱۴ تر ۲۱ ورځو په تورخم کې قرنطین شي او هېڅوک نه مستثنی کیږي.

هغه له خلکو او چارواکو وغوښتل چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د اوچت کړل شوي دغه ګام په عملي کولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

د ننګرهار والي د دغه ولایت له ولسونو مننه کړې چې د قرنطین لپاره یې د ځای په جوړولو کې له دولت سره مرسته کړې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG