د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بورې او اوړو په بحران کې لاس لرونکو خلاف ګامونه اخلو: عمران خان


د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

پراګ - د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي، د بورې او اوړو د بیو په اړه د څيړنو کمېشن تر تفصيلي رپورټ وروسته به د ذمه وارو کسانو پرضد کارروايي کوي.

عمران خان د اپرېل پر پنځمه په ټويټر پاڼه ليکلي چې د بورې او اوړو د بيو په اړه د فرانزک اډټ نتیجه به د اپريل په ۲۵مه په ډاګه شي.

د ده په وینا ، د هغه رپورټ په رڼا کې به د هغو کسانو خلاف کارروايي کوي چې په دې کې ککړ ول.

د پاکستان حکومت د بورې او اوړو د بیو په اړه جوړ کمېشن د اپريل پر څلورمه رپورټ خپور کړی وو چې د بورې او اوړو د بحران له کبله د نورو کمپنيو ترڅنګ د وزيراعظم سلاکار جهانګير ترين، د وفاقي وزير خسرو بختيار، د پنجاب اسمبلۍ سپيکر چوهدري پرويز الهي زوی مونس الهې کمپنيو ته ګټه رسېدلې ده.

بلخوا په پاکستان کې دوو اپوزشن ګوندونو مسلم ليګ نون او پيپلز پارټۍ پوښتني راپورته کړې دي چې ايا وزيراعظم عمران خان به په دې بحران کې په مبينه توګه د ککړو ملګرو پرضد کارروايي وکړي او که نه؟

د مسلم ليګ ن وياند مريم اورنګزيب په بيان کې ويلي دي چې حکومت بايد ژر تر ژره په دې بحران کې د ککړو کسانو خلاف سخت اقدامات وکړي.

د پيپلز پارتۍ د اطلاعاتو سلا کارې ډاکټر نفسيه شاه په بيان کې ويلي دي چې ايا وزير اعظم به د خپل نژدې ملګري جهانګير ترين خلاف کارروايي وکړي او که نه؟

خو د تحريک انصاف مخکښ جهانګير ترين پر ټويټر پاڼه ليکلي دي چې له بورې او اوړو بحران څخه د ګټې پورته کولو رپورټ سم نه دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG